د خېبرپښتونخوا صوبې په بېلابيلو برخو کې د باراني پېښو له امله لږ تر لږه څلور تنه مړه او نهه ټپیان شوي دي، پېښو کې څلورو کورونو ته زيان اوښتی، د بارانونو او واورو له امله ځينې لارې هم بندې شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ويلي، د تېز باران له امله په کوز دير کې د چت غورځېدو پېښه کې يوه ښځه مړه شوې، او خېبر کې دوه ښځې ژوبلې شوي دي.
په سوات کې هم د تېز باران له امله د کور چت غورځېدلی يو سړی پکې مړ شوی دی. بره دير او کورمه کې د کورونو غورځېدو په دوه پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي دي.
باراني پښو کې پينځه ښځې، درې سړي او يو ماشوم ژوبل شوي دي. او په يادو پېښو کې دوه کورونه په بشپړ ډول تباه شوي او څلورو ته تاوان اوښتی دی.
د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ترمخه د صوبې په بېلابيلو برخو کې یې کارمندانو د کورونو غورځېدو په پېښو کې خلک د ملبې نه راويستي، او طبي مرستې یې ورکړي دي.
دغه ډول د ادارې ترمخه په کومو غرييزو علاقو کې چې واورې شوي لارې یې بندې کړي او په سړکونو اوبه ډنډ شوي هلته یې هم د خلکو مرستې دوام لري.
پي ډي اېم په 15مه فرورۍ د موسم په حواله اعلاميه جاري کړې د 18مې فرورۍ نه تر 20مې فرورۍ پورې به د ملک په برنو، مينځنو سيمو کې د تېزو هواګانو سره باران او غرونو باندې د واورو ورېدو وړاندوينه کړې وه.
پي ډي اېم ای د تېزو بارانونو او واورو له امله په غرييزو سیمو کې د غرونو ښوېدو او لارو بندېدو ويلي، او خلکو ته یې د احتياط ويلي وو.
Forum