لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهانو د پېښور پوهنتون په مېله کې ویلي، پښتانه تر نورو زیات د بدامنۍ ښکار شوي


پوهانو د پېښور پوهنتون لخوا د امن تر نامه لاندې په جوړې شوې مېله کې د خپلو علمي او څېړنیز مقالو د وړاندې کولو پر وخت ویلي، چې پښتانه تر بل هر چا زیات د بد امنۍ ښکار شوي دي.

د پېښور پوهنتون د صحافت استاذ پروفېسر ډاکټر عرفان اشرف وویل،

"چونکې د پاکستان څلورو صوبو کې دوې صوبې د بدامنۍ ښکار شوې دي او د ملک د پالیسیانو لاندې ښکار شوې دي. نو ددې په بنیاد تاسو ته په دوو صوبو کې دوشمنۍ، جنګ جګړې، او چې کوم ده د پرمختګ لارو نشتوالی چې کوم دی، مخ ته راځي. او د ملک دوې صوبې چې کومې دي، هغه پنجاب ده او هغه سند ده. هلته کې ته ګوره الیکشنې ټاکنې کیږي. هلته کې د ژوند د کاروبار خبرې کیږي."

ډاکټر عرفان اشرف وایي، د دې بدامنۍ د لاسه دلته په اقتصادي پرمختګ هم منفي اثر شوی دی او تعلیمي څانګه هم د نورو دوو صوبو نه کمزورې ده.

پوهانو ویل په ظاهره خو داسې ښکاري چې امنیت دلته د تیرو شلو کالو نه خراب شوی دی خو په حقیقت کې پخوانۍ فاټا اقتصادي زغل کې د بې برخې ساتلو په وجه هم امن ته زیان رسیدلی دی.

د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو څانګې مشره پروفېسر ډاکټر شاهده امان وايي،

"چې کله اقتصادي پرمختګ کیږي نو د هیڅ کومې سیمې خلق ددغه پرمختګ نه نه پاتې کیږي خو له بده مرغه تاسو ته معلومه ده چې زمونږه په پوله پرتې سیمې چې کومې دي. کومې چې حساسو هیوادونو سره تړلې دي. هلته اقتصادي پرمختګ ډیر کم شوی دی. د هغې د لاسه امن متاثره کیږي."

ډاکټر شاهده امان زیاتوي پنځه کاله وړاندې د فاټا د زوړ حیثیت ختمیدو نه پس تمه پیدا شوې وه چې دغلته به اقتصادي او سیاسي هلې ځلې شروع شي، خو وایي له بده مرغه داسې نه ښکاري.

پوهانو ویل د امنیت په خرابولو کې به خارجي لاسوهنې هم وي خو داخلي عواملو ته به هم کتل وي.

د پیښور پوهنتون د امن او شخړو د مطالعاتو مرکز استاذ پروفیسر ډاکټر جمیل احمد چترالي وايي،

"چې ریاست همیشه بهر خلکو باندې تور پورې کولو په ځایې خپل اندروني عوامل هم د هغې لپاره یو لار پیدا کړي او په هغې باندې بحث مباحثه وشي. تاسو که وګورئ نن چې کوم په دې درې ورځې کانفرنس کې کوم خلکو نامې دي. ددې نه بهترین نمایندګي، ډیر کم کسان به وي چې هغه به پاتې وي. ټول موجود دي. ددې نه استفاده کونکي خلق کوم دي. پکار وه چې هغه هم دلته موجود وی."

دغه میله د پیښور پوهنتون د سیاسیاتو څانګې، څیړنیزو ادارو مفکورې او شعور فاونډیشن او د صوبایي حکومت نیکټا په شریکه راجوړه کړې ده چې سبا په شلمې او یویشمې فرورۍ به هم جاري وي.

په دې مېله کې به د امن په موضوع مشاعره، تهیټر او علمي بحثونه هم کېږي.‌

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG