لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د ماشومانو لپاره د روټين ويکسين کيمپېن پيل شوی


د روغتيا د نړيوال سازمان په مرسته د بلوچستان د ويکسين مرکز ای پي ای له لوري د بلوچستان په څلور دېرش ضلعو کې د پوليو په ګډول د لس, نورو ناروغيو پر ضد د روټين ويکسين کيمپېن پيل شوی دی.

د بلوچستان په ټولو ضلعو کې په روان کيمپېن کې هغه زېږېدلي ماشومان چې پوليو څاڅکي نه وي ورکړل شوي د پوليو، شري او نورو ناروغيو پر ضد ويکسين کېږي.

په بلوچستان کې د اي پي ای يو چارواکی محمد اسماعيل وايي، چې په ټوله صوبه کې په ښاري او کليوالو سيمو کې د ماشومانو د روټين ويکسين لپاره کيمپېن پيل شوی، چې په ترڅ کې يې په ټولو روغتيايي مرکزونو کې ماشومان ويکسين کېږي.

د ويکسين مرکز اي پي ای چارواکي وايي، چې د بلوچستان په څلور دېرش ضلعو کې د ماشومانو د ويکسين کيمپېن پيل شوی، چې تر شپږويشتمې نېټې پوري به دوام ولري.

په کيمپېن کې ماشومان د پوليو په ګډون د دولس ناروغيو پر ضد ويکسين کېږي.

"د روټين ويکسين په کيمپېن کې هغه ماشومان لومړۍ ترجيح وي، کوم چې اوس زېږېدلي وي. تر دې وړاندي به تر دوو کلونو پوري ماشومان ويکسين کېده، خو اوس تر پينځو کلونو پوري عمر لرونکي ماشومان ويکسين کېږي."

په کيمپېن کې کارکوونکی ويکسينېټراحمد خان بيا وايي، چې دوی د ماشومانو د ويکسين ترڅنګ خلکو ته په دې اړه مالومات هم ورکوي.

ځيني خلک له ويکسين رفيوزل وي خو ډېری بيا د ويکسين په ارزښت خبر وي او حتما خپل ماشومان پر خپل ټاکلي وخت ويکسين کوي.

"په تېرو پينځه څلوېشت ورځو کې زېږېدلي ماشوم ته د پوليوضد څاڅکي او بي سي جي ټيکې لګوو. په کيمپېن کې د هرماشوم ريکارډ ساتل کېږي او له شيډول سره سم د هغو ويکسين کېږي. د هر ماشوم کارډ جوړېږي او پر هغه ټول تاريخونه ليکلي وي. د هر ويکسين ريکارډ انلاين دی."

روغتيا پوهان وايي، چې په زېږېدلو ماشومانو کې د نورو ماشومانو په پرتله د پوليو وايرس چانس زيات وي، د پوليو ضد څاڅکو ترڅنګ ماشومانو ته د روټين ويکسين هم ډېر مهم دي، ځکه چې دا د پوليو وايرس په ګډون د دولس ناروغيو په مخنيوي کې ډېر مهم رول لوبوي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG