لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن د برازیل او ارجنټین په سفر روان دی، د برازیل صدر به د جي-۲۰ اجلاس مشري کوي


د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن [د امریکا په وخت] د نهې/سې شنبې په سهار د برازیل او ارجنټین په سفر روانیږي چې په ریو ډې جنیرو کې د جي-۲۰ ډلې د خارجه وزیرانو په اجلاس کې د ګډون ترڅنګ، د برازیل او ارجنټین له مشرانو سره خبرې وکړي او د هغو سره د امریکا تعلقاتو ته فروغ ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د جي-۲۰ په غونډه کې د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف هم برخه ولري او ممکن په نایابه توګه د امریکا او روس خارجه وزیران سره په دې غونډه کې مخامخ شي.

دا اول ځل دی چې بلېنکن د امریکا د خارجه وزیر په حیث د ارجنټین او برازیل دوره کوي.

په سرښار برازیلیا کې به انټني بلېنکن د برازیل د صدر لوئیز اېناسیو لولا دا سېلوا سره وګوري، او بیا به په سرښار بوینس اېرېس کې د ارجنټین د نوي ټاکل شوي صدر خاویر میلي سره ملاقات ولري او د هغو سره به په دوه اړخیزو تعلقاتو او نړېوالو مسایلو خبرې وکړي.

د امریکا خارجه وزارت وویل چې بلېنکن به د جي-۲۰ ډلې د مشرۍ دپاره د برازیل د عهده دارۍ پر ملاتړ، د کاریګرو د حقونو په برخه کې د امریکا-برازیل په شراکتدارۍ، د صافې انرجۍ په برخه کې همکارۍ او د دوو ملکونو ترمنځ د دوه پېړیو تعلقاتو په لمانځلو بحثونه ولري.

بلېنکن دا خیال هم لري چې د جي-۲۰ ډلې د غونډې ترڅنګ، د دې ډلې له شریکانو سره په هېټې هېواد کې د څو قامي امنیتي مرستې په مېشن هم بحث وکړي. د هېټي خلک غواړي چې د هغوی د ملک په امن او استحکام کې دې نړېوال ورسره مرسته وکړي.

په جنوبي امریکا کې د یهودیانو تر ټولو لویه آبادي په ارجنټین کې ده. اسرایل ته د ارجنټین د نوي صدر خاویر میلي د وروستي سفر نه پس، د امریکا یو جګپوړي چارواکي وویل چې بلېنکن به د صدر میلي سره په دې باندې بحثونه شروع کړي چې د "غزه او اسرایل ترمنځ حالات څنګه مخ ته ولاړ شي."

د دې ترڅنګ به په مهمو منرالونو او پایداره اقتصادي ودې باندې هم خبرې وکړي.

د جي-۲۰ غونډه او د غزې او اوکراین مسئلې

داسې توقع نشته چې د جي-۲۰ غونډه کې د غزې د جنګ او یا د اوکراین د جنګ په اړه څه شریک بیان جاري کړي.

په جي-۲۰ ډله کې نولس (۱۹) ملکونه (په شمول د جي-۷)، یورپي اتحاد، او د افریقې اتحاد شامل دي چې د ټولې دنیا د خام پیداوار یا جي ډي پي قریب پنځه اتیا فیصده ٪۸۵ جوړوي، د نړۍ ٪۷۵ تجارت دوی پورې اړه لري او د ټولې نړۍ دوه په درېمه آبادي د دوی ده. جي-۷، چې دوی هم په جي-۲۰ کې شامل دي، تېره هفته یې خارجه وزیرانو د روس د حزب اختلاف د مشر الېکسي نووالني په مرګ غوصه څرګنده کړه او وعده یې وکړه چې د اوکراین سره به یې مرسته کلکه پرځای وي.

د جي-۷ ډلې خارجه وزیرانو په دې هم ټینګار کړی چې په غزه کې دې جنګونو کې دمې راوستلی شي چې یوې پایداره ډزبندۍ ته لاره هواره شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG