د خفیه معلوماتو د افشا کوونکې وېب پاڼې ویکي لیکس باني جولین اسانج میرمن سټیلا، د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي دا اخیري قانوني قضیه د دوی لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده.
دوه پنځوس (۵۲) کلن اسانج امریکې ته د اتلسو (۱۸) الزاماتو په لړ کې مطلوب دی. په هغه الزام دی چې په ویکي لیکس یې د امریکې ګڼ شمېر خفیه پوځي او سفارتي معلومات افشا کړي دي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه برطانیي په کال ۲۰۲۲م کې د اسانج د اېکسټراډېشن یا امریکې ته د سپارل کېدو منظوري ورکړې ده خو بله اونۍ کې د هغه وکیل په لندن هایکورټ کې یې د بدلیدو کوشش کوي.
د زیارت یا پنجشنبې په ورځ میډیا سره خبرو کې سټېلا اسانج وویل چې د هغې خاوند به ژوندې پاتي نه شي که چرې امریکا ته لاړ شي.
هغې زیاته کړه چې د آسانج بدني او ذهني صحت په خرابیدو دی. هغوی وویل چې د اسانج ژوند په جیل کې هر ورځ په خطر کې دی او که چرې هغه امریکا ته ولیږل شو نو مړ به شي.
د کال ۲۰۲۱م په جنورې میاشت کې یو جج حکم وکړ چې هغه دې ونه سپارل شي او که چرې هغه وسپارل شو نو د هغه ذهني حالت داسې دی چې په سخت حفاظتي جیل کې به هغه د خودکشۍ د خطر سره مخ وي.
خو بیا د امریکا د چارواکو په خواست یاده پریکړه هایکورټ بیرته واخیستله په کوم کې چې هغوی د اسانج د درملنې په اړه ډاډ ورکړې وو.
سټېلا اسانج وویل هغوی به د یورپ د بشري حقونو عدالت ته خواست کوي چې که چرې راروانه اونۍ په لندن عدالت کې هغوی ناکامه شول، د اسانج سپارل دې ودروي.
رویټرز وايي د اسانج قېصه په ۲۰۱۰ کې پس له هغې شروع شوه کله چې هغوی ډیر خفیه حکومتي او سفارتي اسناد جاري کړل.
د خفیه معلوماتو د رابرسیره کولو په سر امریکې په هغه د جاسوسۍ الزام هم لګولی او امریکايي مامورین وايي د دغو معلوماتو د څرګندېدو له امله د ګڼ شمېر کسانو ژوندونه د خطر سره مخامخ شوی دی، خو د اسانج پلویان وایي چې هغه ځکه ځورول کیږي چې د امریکا غلط کارونه یې رابرسیره کړي وول.
اسانج په لندن کې اېکوېډور په سفارتخانه کې اووه کاله پناه اخیستي وه چې بیا ۲۰۱۹ کال کې هغه جیل ته واستول شو.
د کله نه چې د هغه د سپارلو قضیه کې فیصله شوي نو ډیر په سخت حفاظتي جیل کې ساتل کیږي.
سټېلا اسانج وویل چې د هغوی دواړه بچي امریکا ته د پلار سپارولو په لانجې نه دي خبر او زیاته یې کړه چې هغه او جولین د بچو حفاظت کوي.
امریکې ته د هغه د سپارلو د برطانيي د فېصلې په اړه د اسانج مېرمن سټېلا اسانج خبریالانو ته ویلي وو چې د دې په ضد په جنګېږي او په دې لړ کې به هره لاره لټوي.
Forum