لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو کارپوهان: جنسي اپارتایډ دې جرم وګرځول شي


د یو مثال یا د بېلګې په توګه افغانستان ته د پام اړولو سره، کارپوهانو ادعا کړې چې په حقیقت کې د طالبانو حکومت د جنسیت پر بنیاد د "توپیر، ظلم او تسلط" نظام ته اداري بڼه یا شکل ورکړی دی.  
د یو مثال یا د بېلګې په توګه افغانستان ته د پام اړولو سره، کارپوهانو ادعا کړې چې په حقیقت کې د طالبانو حکومت د جنسیت پر بنیاد د "توپیر، ظلم او تسلط" نظام ته اداري بڼه یا شکل ورکړی دی.  

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو په څېر د حکومتونو لاندې پر ښځو او جینکو سخت ظلمونه په ګوته کړي، او په رسمي توګه د " جنسیت پر اساس اپارتایډ " د بشریت پرضد جرم وګرځوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ادارې سره کارکوونکي د امریکا ، چین، مکسیکو، یوګنډا او سربیا د کارپوهانو پنځه کسیزه ډلې ویلي چې دا پیژندنه لا ډېر وخت نه د تاخیر یا ځنډ ښکار ده.

د نهې/سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کار پوهانو په یوه بیان کې وویل: "جنسي اپارتایډ یوازې یو نظریاتي امکان یا قانوني جوړښت نه دی بلکې په ټوله نړۍ کې د میلینونو ښځو او جینکو لپاره یو ریښتینی خطر او ژوندی حقیقت دی - یو داسې حقیقت چې اوس مهال په نړیوال قانون کې په څرګنده توګه نه دی لیکل شوی."

د یو مثال یا د بېلګې په توګه افغانستان ته د پام اړولو سره، کارپوهانو ادعا کړې چې په حقیقت کې د طالبانو حکومت د جنسیت پر بنیاد د "توپیر، ظلم او تسلط" نظام ته اداري بڼه یا شکل ورکړی دی.

د واک تر لاسه کولو راهیسې، طالبانو ښځې او جینکې د ثانوي زده کړو، د زیاتو کار کولو ځایونو، د ډېرو تفریحي فعالیتونو، او په اوږده واټن کې د سفر کولو څخه منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل: "ریاستي قانونونه، پالیسۍ او عمل چې ښځې د سختې نابرابرۍ او د جبر شرایطو سره مخ کوي، او د دې ارادې سره چې په اغیزمنه توګه د هغوي حقونه ، د نسلي اپارتایډ د نظام اصلي بڼه ښي."

دوی د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له شپږمې کمیټۍ څخه غوښتنه کوي چې د دوهمې مادې لاندې جنسي اپارتایډ اضافه کولو باندې غور وکړي، کوم چې د بشریت ضد د جرمونو مخنیوی او سزاګانو په اړه دی.

د تېر کال په اوږدو کې د بشري حقونو ډلو او د ښځو د حقونو مبارزینو دغه ډول غوښتنې کړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د طالبانو د جابرانه پالیسو پر وړاندې ګامونه واخلي.

کریمه بینون، چې میشیګان پوهنتون کې د قانون سکول کې د نړیوال قانون پروفېسره ده وي او اې ته په خپل تبصرو کې لیکلي : "د نسلي اپارتایډ په اړه د نړیوال قانون څخه اخیستل شوی، 'جنسي اپارتایډ' په دې خبره ټینګار کوي چې توپیري چلند پخپله د حکومت نظام جوړ شوی دی."

کریمه بینون زیاته کړه: "د افغان ښځو د بشري حقونو فعالین ټینګار کوي چې طالبان نه یوازې د ښځو د حقونو په ساتلو کې پاتې راغلي دي - بلکې په ښځو ظلم د دوی د حکومتي نظام مرکزي او د فلسفې اصلي برخه ده."

د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت د نه پیژندنې او د ترهګرۍ له وجې د بندیزونو باوجود، طالب چارواکي د اسلامي او کلتوري ارزښتونه د جنسیت پر بنیاد د خپلو بندیزنو دفاع کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG