لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د دوحې غونډه کې د ګډون یو هدف مو دا وو چې افغانستان بیا د ترهګرۍ سرچینه نه شي


د ملګرو ملتونو په استازیتوب د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون ته په اشارې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي دا حیرانوونکې نه ده چې طالبان بېلابېل هدفونه لري او وایي هغوی یواځیني افغانان نه دي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د سه شنبې- نهې په ورځ د اوونیزې خبري غونډې په مهال وویل چې په دې غونډه کې د طالبانو په ګډون نه کولو نه دی حیران شوی. ښاغلي میر وویل:

"زه نه شم ویلای چې زه بې حده حیران یم چې طالبانو په داسې یوه غونډه کې ګډون رد کړ چې نړیوالې ټولنې پکې پراخه برخه لرله".

د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټامس ویسټ او د افغانو ښځو او نجونو لپاره د امریکې استازې رینا امیري هم ګډون کړی وو.

مېتیو میلر وویل له طالبانو سره د امریکې د تعامل او د دوحې په غونډه کې د ګډون درې هدفونه وو، یو دا چې وایي افغانستان یو ځل بیا د "ترهګرۍ د فعالیتونو" په سرچینه بدل نه شي چې زیان یې نورو هیوادونو ته رسیږي.

دویم دا چې وایي د افغانستان لپاره داسې ټولګډ راتلونکی غواړي چې د دې هېواد بېلابېلې ډلې یې په ادارو کې خپله استازیتوب محسوس کړي:

"دریم دا چې [امریکا] د ښځو او نجونو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي په هکله اندېښنه لري".

ملګرو ملتونو د فرورۍ پر 18مه او 19مه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کړې وه، چې طالبانو پکې ځکه له ګډونه انکار کړی وو چې ویل یې د دوی شرطونه نه دي منل شوي او د ملګرو ملتونو عمومي مشر ویلي وو چې د طالبانو شرطونه د منلو نه وو.

د افغانستان لپاره د امریکې سفارتکارې کېرین ډېکر د ملګرو ملتونو او قطر مننه کړې چې وایي د افغانستان په اړه د نړیوالو همکاریو د غونډې کوربتوب یې کړی، مېرمن ډېکر پر ایکس په پښتو ژبه لیکلي، "د افغانستان خلکو او مدنی ټولنې په وړاندې د متحده ایالاتو ژمنتیا قوی ده او مونږ د افغانستان په هکله د افغانانو نظریاتو اورېدو ته سترګې په لار یو".

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین مطبوعاتو ته په یو پیغام کې ویلي چې د دوحې غونډې په ټولو مجلسونو کې د ګډون لپاره یې شرطونه ټاکلي وو چې ونه منل شول نو له ګډونه یې ډډه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې غونډې دوې ورځې مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي وو د حکومت استازي یې یواځې په هغه صورت کې په دې غونډې کې ګډون کوي چې د افغانستان د یواځیني رسمي استازي په توګه ومنل شي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه د دوحې له غونډې وروسته څه نه دي ویلي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي د ښځو او نجونو په ګډون ټولو افغانانو ته د غږ ورکولو ملاتړ کوي چې د خپل هیواد په راتلونکي کې رول ولري او دا چې طالبان یواځیني افغانان نه دي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه لري.

د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو وروسته تر اوسه د دې ډلې حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت نه دی پېژندلی.

که څه هم ډېر هیوادونه په افغانستان کې سفارتونه او سیاسي دفترونه لري او بهرني چارواکي یې هم په منظمه توګه د طالبانو له چارواکو سره ویني خو چین یواځینی ملک دی چې په رسمي توګه یې د طالبانو سفیر منلی او خپل سفیر یې هم کابل ته لېږلی دی، خو وایي د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیواله ټولنه وایي که طالبان غواړي په رسمیت وپیژندل شي، باید داسې حکومت جوړ کړي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شي، د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم لګول شوي بندیزنه لرې کړل شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG