لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند هايکورټ په ټول ملک کې د اېکس بحالولو حکم کړی


د پاکستان د سيند صوبې هايکورټ په ټول ملک کې د ټولنيزې رسنۍ اېکس (پخواني ټویټر) بحالولو حکم کړی دی، پاکستان کې د تېرو خواوشا شپږو ‏ورځو راهسې د اېکس رسنۍ ته رسايي نه کيږي، زياتره خلک وايي په وي پي اېن د اېکس رسنۍ کاروي.‏

د سيند هايکورټ چيف جسټس عقيل احمد عباسي د اېکس رسنۍ د بندیز ضد خواست باندې اورېدنه کړې او د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتارټۍ ته ‏یې د اېکس په ټول ملک کې د بحالولو حکم کړی دی.‏

د ځايي مطبوعاتو ترمخه جرنلسټ ضرار کوړو، عمبر رحيم شمسي او نورو عدالت ته د اېکس رسنۍ د بنديز ضد خواست کړی وو.‏

عدالت د اېکس رسنۍ بحالولو او په دغه اړه عدالت ته د رپورټ جمع کولو لارښوونه کړې ده.‏

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د کانګرس غړو او د بیان د ازادۍ سازمانونو پر پاکستان ټینګار کړی چې د بیان ازادۍ ته په درناوي د ایکس په ګډون ‏ټولې ټولنیزې رسنۍ باید بحالې کړي‎.‎

فعال او قانون پوهان وايي معلوماتو ته رسايي د هر وګړي بنيادي اييني حق دی او د دې نه بغېر د څه وجې خلک محرومه کول د بشري حقونو سرغړونه ده.‏

د ډيجېټل حقونو قانون پوهه مهوش محب کاکاخېل وايي، "پاکستان کې د ‏‎2016‎‏ پيکا قانون کې دا موجود دي چې مونږ ته اظهار رای ازادي ترلاسه ده، ‏دغسې زمونږ په آیین کې هم دا زمونږ بنيادي حق دی، پوره دنيا ډيجيټل ميډيا ته تللې ده، نو زمونږ بنيادي حقوق هلته هم اغېزمن کيږي، نن سبا دا زمونږ د ‏ژوند حق دی".‏

د ګلوبل ډيجيټل انسائيټ د کال دوه زره دريشتم د شمېرو ترمخه په پاکستان کې نزدې ‏‎72‎‏ ميلينه خلک ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې تر ټولو کم شمېر څلور ‏ميلينيه پکې اېکس يا ټويټر کاروي.‏

د پېښور پرېس کلب صدر ارشد عزيز ملک وايي، "د بشري حقونو سرغړونه ده، ولې ته څنګه کولی شې چې خلک د خپلې خبرې نه منعې کوې دا خو داسې ‏شوه چې ته خلکو ته ووايي چې خپله خبره به نه کوې، نو زما خيال دی چې دې باره کې په ټوله دنيا کې يو منفي تاثر روان دي، پکار ده چې حکومت دا ‏خلاص کړي".‏

د خبريالانو د تحفظ نړيوال تنظيم کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټس په پاکستان کې په ټولنیزه رسنۍ ایکس( پخواني ټویټر) باندې د بندیز په اړه په ایکس ‏رسنۍ خپورکړي خپل په یو بیان کې ویلي، په پاکستان کې ایکس رسنۍ ته لاس رسی پرله پسې په پنځمه ورځ هم محدود دی. چارواکي باید د ټولنیزو ‏رسنیو ټولو فورمونو ته بې له خنډ و خاره د خلکو لاس رسی باوري کړي.‏

بیان کې ویل شوي چارواکي باید له انتخاباتو وروسته د ستونزو په اړه د میډیا رپورټنګ د اسانۍ لپاره په ازادانه ډول د معلوماتو خپرولو اجازه ورکړي.‏

په انټرنیټي بندیزونو نظر لرونکي تنظیم نیټ بلاکس پخپل په اېکس باندې پوسټ کړی او ويلي يې دي، چې "د میټرکس څخه معلومیږي چې د ښکاره ‏انتخابي درغلیو په اړه د دعوو مخې ته له راتلو وروسته د شنبې د ورځې یعنې څلورو ورځو راپدیخوا پاکستان کې په ټوټیر یا ایکس په پراخه کچه بندیز ‏پځای دی، دا ګام د جمهوریت اؤ میډیا د ازادۍ مخې ته یو واضحه خنډ دی".‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي، د انتخاباتو په وخت د ناامنۍ پېښې شوي، موبايل فون او انټرنېټ بند کړل شوی وو. د پاکستان د ‏کورنيو چارو وزارت ويلي وو، انټرنېټ د ترهګرۍ د خطرې له امله بند کړی شوی وو.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې په ملک کې دننه سياسي ګوندونه د نتيجو بدلولو او درغليو کېدو تورونه لګوي، او امريکې، ‏برتانيې او يورپي يونين هم په انتخاباتو کې د روڼتيا او ټولو د ګډون په نشتوالي او موبايل ټيليفون او انټرنېټ په بنديز ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.‏

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG