لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د الېکسي نووالني مور د هغه جسد لیدلی، خو وایي چارواکو د خفیه دفن کولو غوښتنه کړې


د روس د حکومت مشر مخالف الېکسي نووالني مور د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې هغې بالاخره د خپل زوی مړی لیدلی دی. هغې دا هم ویلي چې روس چارواکو په هغه سخت فشار راوستی چې د عوامو د توجو نه لېرې، د الېکسي نووالني د جسد خفیه خښولو ته راضي شي.

لیودمیلا نووالنایا چې د سایبریا د سالیخارد ښار نه یې یو ویډیویي بیان جاري کړی، ویلي دي، هغې ته اجازت ورکړی شو چې د شورو/چهارشنبې په ماښام، د ښار په مرده خانې کې خپل د زوی جسد وګوري.

هغې چې د ماتم تورې جامې اغوستې وې، په دې ویډیویي پیغام کې ویل: "د قانون ترمخه، هغو ته په کار وه چې سمدستي یې د الېکسي جسد ما ته راسپارلی وی، مګر هغو تر اوسه دا کار ندی کړی. د دې په عوض، هغوی ما بلېک مېل کوي، دا شرطونه راته ږدي چې الېکسي باید چېرته، څه وخت، او څنګه دفن کړی شي. دا غیرقانوني دي."

د نووالني مور په دې ویډیو کې چې په یوټیوب خوره شوې ده، وایي: "هغوی غواړي چې دا کار په خفیه طور وشي، هېڅ قسمه دستوره نه وي. هغوی غواړي ما د یوې هدېرې څنډې ته بوزي، یو تازه کیندل شوي قبر ته او ووایي: زوی دې دلته ښخ کړه. زه دې ته نه راضي کېږم."

الېکسي نووالني تېره هفته په غېرمتوقعه توګه د ارکټیک په یو جېل کې د اووه څلوېښتو (۴۷) کلونو په عمر مړ شو. د هغه کورنۍ، همکارانو، او زیاتره مغربي ملکونو دا دعوه کړې چې ګني د روس حکومت هغه قتل کړی دی. کرملېن دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې د نووالني د مرګ په باب تحقیقات کوي.

وایټ هاوس ویلي دي چې د نووالني د مړینې په حواله د روس ذمه دار ګرځولو دپاره به امریکا د جمعې په ورځ "د پابندیو یوه غټه بسته (پکېج) اعلان کړي."

د امریکا صدر جو بایډن د زیارت/پنجشنبې په ورځ د الېکسي نووالني مېرمنې او لور سره ملاقات وکړ او په روس باندې یې د اضافي پابندیو لګولو په منصوبې ټینګار وکړو.

بایډن په کېليفورنیا کې د نووالني له مېرمنې یولیا او د هغه د لور داشا سره د کتلو وروستو خبریالانو ته وویل: "هغه ډېر یو زړه ور سړی و، او عجیبه ده چې څنګه د هغه ښځې او لور کې هم هغه شجاعت لیدلی کیږي."

بایډن زیاته کړه: "زه پوهېږم چې مونږ به د پوټین په ضد، چې د هغه [نووالني] د مرګ ذمه دار دی، سبا ته پابندۍ اعلانې کړو."

د نووالني مور ویلي چې د هغه د مرګ سرټېفېکټ هم ورښودل شوی، کوم کې چې د نووالني د مرګ وجه قدرتي اسباب ذکر شوي دي.

د نووالني د مرګ راهېسي، په ټوله روسیه کې شاوخوا څلورسوه (۴۰۰) کسان ګرفتاره کړی شوي کوم چې کوشش یې کولو دغه حکومت ضد مشر ته خراج تحسین وړاندې کړي. دا خبره د او-وي-دي-انفو په نوم د سیاسي ګرفتاریو یوې څارونکې ډلې کړې ده.

الېکسي نووالني د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې راهېسي بندیوان و او داسې دعوې شوي چې هغه باندې لګول شوي تورونه، د سیاسي وجوهاتو له کبله و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG