لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند انتخاباتو کې د "درغلیو" خلاف په چارسده کې لویه احتجاجي مظاهره کړې


د پاکستان په انتخاباتو کې د ممکنه درغلیو په خلاف د سياسي ګوندونو احتجاجونه لا روان دي، په خېبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند نن په چارسده کې احتجاجي مظاهره کړې او وایي ټاکنې نه مني او احتجاجي مظاهرې به يې تر هغې روانې وي تر څو نوې ټاکنې نه وي اعلان شوي۔

پښتون ملتپال عوامي نېشنل ګوند په اتمه فرورۍ شوو ټاکنو کې د درغليو ضد احتجاجي لړۍ کې د جمعې په ورځ په چارسده کې احتجاجي مظاهره وکړه۔ دې نه وړاندې يې په صوابۍ کې احتجاج کړی وو او د بلوچستان په چمن کې یې هم احتجاجي پرلت وهلی.

د عوامي نېشل ګوند صوبايي مشر ايمل ولي خان احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل، "انقلاب په بلوچستان کې شروع دی، انقلاب په سیند کې شروع دی، انقلاب په سیند کې روان دی، انقلاب تاريخي د پښتونخوا نه شروع کيږي، ټول ملک به يو ځای کيږي په دې يوه نکته چې د پوځ کردار به د جمهوريت او سياست نه ختموو".

وینا کونکو تور ولګاوه چې رياستي ادارو په شوو ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده، خو د پاکستان پوځ بيا بيا په ملکي سياست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي او د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د فرورۍ په لسمه په یو بیان کې نګران حکومت، د انتخاباتو کمیشن او د پاکستان ولس ته مبارکي ورکړې وه او انتخابات یې کامیاب او ازاد ګڼلي وو.

خو په دې ټاکنو کې زياتره ګوندونه د درغليو تورونه لګوي او په دې کې رياستي ادارې ککړې ګڼي.

احتجاجي مظاهرې په خېبر پښتونخوا کې تحريک انصاف ګوند، مذهبي ګوندونه او عوامي نېشنل ګوند کوي۔ دغسې په بلوچستان کې هم د سياسي ګوندونو احتجاجي مظاهرې روانې دي، او په پنجاب کې هم د تحريک انصاف ګوند پلویان وخت په وخت احتجاجونه کوي۔

امریکې، برتانيې او يورپي يونين هم د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلیو په تورونو اندېښنه ښکاره کړې ده او په دې برخه کې یې د صفا او بیړنیو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي دي او دا یې د پاکستان داخله معامله ګڼلې ده.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرل سکيټري ميا افتحار حسېن وويل په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي او دوي به د پرامنه مزاحمت د لارې خپل احتجاج روان ساتي تر څو چې نوې ټاکنې نه وي اعلان شوي۔

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سيکټري افتخار حسېن احتجاجي غونډې ته وویل، "مونږ په دې ټاکنو يقين نه ساتو، مونږ دا ردوو، او تر هغې به یې ردوو تر څو چې دلته نوې ټاکنې نه وي شوي، او پاکې او شفافې ټاکنې نه وي شوي".

د احتجاج کوونکو وینا وه په سیند، پنجاب او تر څه حده بلوچستان کې د هغو ګوندونه حکومت جوړيږي کوم چې د هغو صوبو د حقونو د پاره اواز پورته کوي خو وایي په پښتونخوا کې ټول هغه غږونه "غلي کړی شول" کومو ګوندونو چې به د صوبې د حقونو د پاره غږ پورته کاوه۔

احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې په ټاکنو کې د شوو ممکنه درغليو د پلټنو د پاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي، وایي د دې د پاره دوی د ثبوتونو ورکولو ته هم تيار دي. د پاکستان د انتخاباتو کمیشن تر اوسه په ټاکنو کې د درغلۍ د تورونو د سپینولو لپاره تر اوسه د کوم کمیشن جوړولو څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG