لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین اتحادي ملکونو په پېرس کې غونډه جوړه کړې – روس خپلې حملې تېزې کړي


د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون د ګل/دوشنبې په ورځ د ایليسي په صدارتي اېوان کې د شلو (۲۰) یورپي ملکونو د مشرانو کوربه و چې په مشترکه توګه د اوکراین سره خپل حمایت څرګند کړي. اوکراین د څه باندې دوو کلونو راهېسي د روس د پوځي یرغل سره مقابله کې دی او د ځان دفاع کوي.

دا غونډه په تعدۍ سره جوړه شوې وه، او په هغې کې صدر مېکرون، په داسې وخت کې چې روس په اوکراین خپلې حملې تېزې کړې دي، وویل: "مونږ د نن دپاره او د سبا ورځې دپاره، د خپل مجموعي امن د یقیني کولو په پروسه کې یو."

د صدر ميکرون وینا وه چې: "په خاص ډول په دې وروستو میاشتو کې مونږ کتلي دي چې روس تشدد سېوا کوي، مونږ په دې هم خبر یو چې روس د نویو حملو دپاره آمادګۍ نیسي، په ځانګړې توګه دا چې د اوکراین د عوامو رأی ته جټکه ورکړي."

په دې غونډه کې چې د جرمني وزیراعظم اولاف شولټز، د پولېنډ صدر اندریج دودا او د بالټیک ملکونو مشران موجود و، د فرانس صدر وویل: "روس دا جنګ نشي ګټلی او نباید یې وګټي."

اېمانویل مېکرون وویل، یورپي مشران په دې اتفاق کړی چې په آینده کلونو کې د روس لخوا د یو ممکنه برید دپاره باید آمادګی ولري، او بل دا چې د اوکراین سره د مالي او پوځي مرستې دپاره لا زیاتو هلو ځلو ته ضرورت دی.

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنکسي هم د ویډیو لنک د لارې په دې غونډه کې ګډون کړی و. هغه د مېکرون د خبرو په تایید سره، د جګړې د زور اخېستو خبرداری ورکړ.

په همدې حال کې ماسکو د ګل/دوشنبې ورځې په سهار وویل چې د اوکراین لخوا د امن په داسې خبرو کې چې روس هلته موجود نه وي، هسې مضحکه خیزه خبره ده. د هغې نه یوه ورځ وړاندې، زېلنکسي امیدواري څرګنده کړې وه چې د سویټزرلېنډ لخوا د امن په یوه مجوزه غونډه کې به د جګړې د اختتام دپاره د اوکراین نظریات وړاندې کړي.

زېلنسکي د اتوار/یکشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي و چې هیله من دی د سولې او امن دغه غونډه په پسرلي موسم کې جوړه کړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG