لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ویلي د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو پلټنې باید زر تر زره سرته ورسول شي


د امریکې د خارجه وزارت ترجمان متهیو مېلر
د امریکې د خارجه وزارت ترجمان متهیو مېلر

امریکې پاکستان کې په اتمه فرورۍ شوؤ عامو ټاکنو کې د درغلیو مخې ته د راغلو تورونو د پلټنو زر تر زره په سرته رسولو ټینګار کړی دی.

تېره ورځ واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په مهال د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند متهیو ملر وویل د درغلیو کومې دعوې چې مخې ته راغلي د هغې پلټنې باید زر تر زره سرته ورسول شي.

پاکستان کې د نوي حکومت جوړېدو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي ملر وویل د پاکستان مشرتابه د نوي حکومت د جوړولو پر عمل بوخت دی اؤ امریکا په دې کې کوم فریق نه دی.

د خارجه محکمې ویاند وویل د نوي حکومت جوړولو عمل داسې کوم شی نه دی چې امریکا پرې باید تبصره وکړي.

د هغه وینا وه چې امریکا پاکستان کې د نوي حکومت په داسې انداز کې پرمختګ غواړي چې د پاکستان د حکومت د خوښې په اساس وي.

تر دې وړاندې په ۲۰مه فرورۍ هم چې کله د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند نه پاکستان کې ترسره شوؤ انتخاباتو کې د درغلیو اؤ د حکومت سازۍ په اړوند پوښتنې شوې وې نو هغه ویلي وؤ، حکومت سازي د پاکستان کورنۍ چاره ده چې امریکا پکې کار نه لري خو انتخاباتو کې د ټکۍ د مخې ته راغلو دعوؤ باید بشپړه پلټنې وشي.

هغه ویلي وؤ،د درغلیو اؤ مداخلې د تورونو پلټنې د پاکستان د خپلو قوانینو اؤ طریقه کار مطابق پکار دي.

په اتمه فرورۍ پاکستان کې د انتخاباتو په مهال د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات ځنډول شوي وؤ چې په دې د پاکستاني ولس اؤ سیاسي ګوندونو تر څنګ د نړۍ یو شمیر ملکونو اؤ ادارو هم اندېښنې ښودلي اؤ دا عمل یې انتخاباتو کې د ټګۍ لپاره بللی دی.

ویاند میتهیو ملر ویلي وؤ، امریکا په ګرده نړۍ کې د انټرنیټ د ازادۍ پلوي ده.

د پاکستان دننه د انتخاباتو د نتیجو خلاف بیلا بیلو سیاسي ګوندونو د احتجاجونو لړۍ هم پېل کړې ده .

دغه سیاسي ګوندونه تورونه لګوي چې انتخاباتو کې اسټبلشمنټ ښکاره لاس وهنه کړې ده اؤ د انتخاباتو نتیجې یې بدلې کړې دي خو الیکشن کمیشن ټاکنو کې د درغلیو تورونه په کلکه ردوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG