لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان اؤ پېښور کې بریدونه: د پولیس افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي، د ډي‌ ایس پي په ګډون څلور ژوبل


د خېبر پښتونخوا په مردان اؤ پېښور سیمو کې وسله والو په پولیسو بریدونه کړي چې په کې د یو لوړ پوړي پولیس افسر یا ایس پي په شمول دوه پولیس وژل شوي اؤ د ډي‌ ایس پي په ګډون څلور نور پولیس ژوبل شوي دي.

د سیمې نه سرچینو امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د ګل اؤ‌ نهې په منځ شپه کې د مردان د کاټلنګ په زوړ مته سیمه کې نامعلومو وسله والو په پولیسو ناتاره ډزې کړي چې په دغو ډزو کې د اعجاز مومند په نوم یو لوړ پوړی پولیس افسر یا ایس پي وژل شوی دی.

سرچینې وایي د وسله والو په ډزو کې د کاټلنګ سیمې ډي ایس پي نسیم خان اؤ دوه نور پولیس عسکر منصور اؤ سلیم سخت ژوبل شوي چې د علاج لپاره په سمدستي توګه د مردان میډیکل کمپلیکس ته رسول شوي شوي دي.

سرچینې وایي د پېښې نه وروسته برید کوونکي له سیمې تښتیدلي اؤ امنیتي ځواکونو د هغوي د لټون لپاره له ټولې سیمې ګیره تاو کړې خو لا یې د پېښې په تړاؤ څوک نه دي نیولي.

په عین حال کې تېره شپه د پېښور ښار د پهندو ټاڼې په حدودو شهید اباد کې هم نامعلو وسله والو په دوؤ پولیس عسکر ډزې کړې چې د قیصر خان په نوم یو پولیس پکې وژل شوی اؤ د رحم نیاز په نوم بل عسکر په کې سخت ژوبل شوی دی.

(سوشل مېډیا کې د وژلی شوي پولیس افسر اېس پي اعجاز خان دغه تصویرونه خپاره شوي دي)

د پهندو پولیس تاڼې یو چارواکي انسپکټر خالد خان وي او ای ډیوه ته ویلي په شهید اباد سیمه کې پولیسو په موټر سایکل ناستو وسله والو ته د ودرېدو اشاره کړې وه خو هغوي د ودرېدو پځاي په پولیسو ناتاره ډزې کړي چې په کې د قیصر خان په نوم د ابابیل فورس یو عسکر وژل شوی اؤ بل عسکر ژوبل دی.

هغه ویلي برید کوونکي له برید وروسته تښتېدلي خو پولیسو د دې پېښې پلټنې پیل کړي اؤ د برید کوونکو د نیولو هڅه روانه ده.

په پولیسو د شوؤ دې دواړو بریدونو ذمه واري په سمدستي توګه چا په غاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان یا هم ترهګرې ډلې داعش خراسان په غاړه اخستې ده.

د څېړنې او امنيتي مطالعاتو غېر دولتي ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې دپاکستان دننه تېر کال ۲۰۲۳م کې په ترهګریز تشدد کې ۵۳ فيصدي اضافه رېکارډ کړی شوې ده چې په تېرو لسو کلونو کې يې مثال نه موندل کېږي.

ادې ادارې په خپل کلني رپورټ کې ویلي چي کال ۲۰۲۳م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ په ۷۸۹ پېېښو کې تر ټولو زياتې پيښې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې شوې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG