پاکستان کې په يوه اوونۍ کې دوه جرنلسټان، يوټيوبران نيول شوي دي، او په ملک کې د لسو ورځو راهسې ټولنيزه رسنۍ اېکس [پخوانی ټويټر] د بنديزونو سره مخ ده او سمه نه چليږي.
پاکستان کې د جرنلسټانو نيول او په ټولنيزو رسنيو بنديز په ملک کې د عامو انتخاباتو وروسته پيل شوي دي.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي، په ملک کې دننه بېلا بيل سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي او احتجاجونه کوي او په نړيواله کچه امریکا، برتانيې او يورپي يونين د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي، د ناامنۍ د خطرو له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.
د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ ماښام ويلي، ازاد خبريال اسد علي طور یې نيولی دی، طور په اېکس 300,000 فالورز او په يوټيوب 160,000 سبسکرايبرز لري.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه اسد طور نن په اسلام اباد کې د جوډيشل مجسټرېټ محمد شبير عدالت ته وړاندې کړل شوی او عدالت هغه د پينځو ورځو په بدني ريمانډ اېف آی اې ته حواله کړی دی.
قانون پوهې وکیلې ايمان زېنب مزاري ویلي، سايبر کرايم ادارې يوه ورځ وړاندې اسد طور غوښتی وو په هغه تور دی چې په ټولنيزو رسنيو یې د چيف جسټس په ګډون د ججانو خلاف ناوړه کمپاين کولو.
هغې په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي، "په دې ملک (پاکستان) کې چې د خبريالانو سره څه ډول چلند کيږي هغه د افسوس وړ دی، اييني عدالتونه دې خپل کردار ادا کړي او دا خبره دې يقيني کړي چې د بنيادي حقونو سرغړونه نه کيږي".
او د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ ویلي، "په پاکستان کې چې کله خبريال، سياسي غړی، يا د بشري حقونو فعال د ايين او قانون خبره کوي، نو هغوی اکثره د مقدمو او ګواښونو سره مخ کيږي".
اېف آی اې يا سرکاري چارواکو د اسد طور د نيولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د ډيجيټل حقونو فعال اسامه خلجي په اېکس ويلي، "پاکستان کې په ازادي صحافت حملې پرله پسې پياوړې کړي ځکه چې خبريالان يواځې خبر ورکوي، تنقيدي پوښتنې کوي او هغوی بيا د رښتيا ويلو په سر نيول کيږي".
هغه ويلي، اسد طور د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په ځينو لانجمنو فېصلو نيوکې کړې وې.
هغه پوښتنې کړي، "ايا په سپريم کورټ تنقيد نه شي کېدی؟ ایا د مطبوعاتو د حساب کتاب کردار د مينځه تللی دی؟ ايا دا اوس هم جمهوريت دی؟".
پاکستان کې په يو ټي وي چېنل د پروګرام کوربنې او د خپلواکه بشري حقونو کمېشن شريکې مشرې ويلي، نن د نهې/ سه شنبې په ورځ به اسلام اباد کې د اسد طور د نيولو ضد او د اظهار رای د ازادۍ دپاره مظاهره کوي.
د تېرې نهې/ سه شنبې په ورځ د پاکستان په پنجاب صوبه کې عمران رياض خان نیول شوی، په هغه د بډو رشوتونو تور لګول شوی دی.
خو هغه د جمعې په ورځ عدالت ته ويلي، هیڅ غلط کار یې نه دی کړی او يواځې په ملک کې په ترسره شوو انتخاباتو کې د درغليو په خبره کولو په هدف کړی شوی دی.
په اېکس رسنۍ بنديز
پاکستان کې د لسو ورځې راهسې په اېکس ټولنيزه رسنۍ بنديزونه دي، په اېکس رسنۍ هم پاکستان کې په ترسره شوو انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګي.
برتانيه کې جوړه اداره (نېټ بلاکس) چې په نړیواله کچه سايبر سيکیورټي ګوري، ويلي يې دي، پاکستان کې د لسو ورځو راهسې اېکس/ټویټر د بنديزونو سره مخ دی.
په لتوانيا کې د انټرنېټ د بنديزونو لګېدو د څار ادارې ويلي، پاکستان کې د روان کال (2024) د پيل راهسې د انټرنېټ پينځه سروسز د خنډانو سره مخ دي او 128 کارونکي ترې اغېزمن دي.
ادارې ويلي، درې بنديزونه روانه میاشت د انتخاباتو سره مخې ته راغلي او دوه د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان چې په جېل کې دی، د هغه د ګوند د انلاين جلسو په وخت لګېدلي وو.
پاکستان کې د انټرنېټ اکثره کارونکي ټولنيزو رسنيو ته د (وي پي اېن) د لارې رسايي کوي.
Forum