د پاکستان د راولپنډۍ د احتساب عدالت د القادر ټرسټ د 190 ملينه پاونډونو په قضيه کې په پخواني وزيراعظم او د تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان او د هغه په مېرمن بشرا بي بي فرد جرم یا رسمي تور لګولی دی.
د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه د احتساب عدالت جج ناصر جاوېد رانا په اورېدنه کې فرد جرم لګولی، خو تورنو/ ملزمانو (عمران خان او بشرا بي بي) د صحت جرم نه انکار کړی او عدالت بيا د شپږم مارچ پورې اورېدنه ځنډولې او ګواهان یې غوښتي دي.
ويل شوي د عمران خان وکیلانو د عدالت نه د قضيې د چالان کاپیانې غوښتي او عمران خان عدالت ته ويلي چې د قضیې په چلولو کې دې نور وخت وانه خستل شي.
وکیل زياته کړې، د فرد جرم لګولو نه اووه ورځې وړاندې د رېفرنس اسناد ورکول وي، خو د 50 پورې نزدې اسناد داسې دي چې هغه د لوستو قابل نه دي کوم چې د قضيې په اړه اهميت لري، دوی د فرد جرم لګولو په وړاندې خنډ نه جوړيږي خو اووه ورځې وخت دې نور ورکړل شي.
د القادر ټرسټ قضيه څه ده؟
تېر اتحادي د پي ډي اېم حکومت په عمران خان تور لګولی وو چې کله هغه په اقتدار کې وو نو د القادر ټرسټ په نوم د یو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دنننه د ځمکو د یو لوی کاروباري ملک ریاض نه د پنجاب صوبې د جهلم په سوهاوه سیمه کې یې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله ځمکه ترلاسه کړې وه.
القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري او عمران خان او د هغه مېرمن د دغه بنسټ مسولین یا مشران دي.
عمران خان وړاندې ويلي وو دغه ځمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو تېر حکومت تور لګولی وو چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض او عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه ده.
د پي ډي اېم حکومت ويلي وو، چې د برتانيې د نيشنل کرايم ايجنسۍ د پلټنو په نتيجه کې ملک رياض د قضيې کولو په ځای جوړ جاړی کړی او ايجنسۍ دغه پېسې (190 ملينه پاونډونه) د پاکستان د رياست اثاثه ګرځولې وه
ويل شوي، دغه پېسې بيا برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وې خو د عمران خان حکومت بیا دا پېسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې د کراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی وو.
Forum