لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب اوه تنه د ترهګرۍ په جرمونو اعدام کړي


واشنګټن – سعودي عرب اوه تنه د نهې یا سې شنبې په ورځ د ترهګرۍ سره تړلو جرمونو له امله اعدام کړي.

د سعودي دولتي رسنۍ ویلي، چې دا د ۲۰۲۲ کال د مارچ راهیسې چې ۸۱ تنه پکې په دار شوي وو په یوه ورځ کې د ډېرو کسانو اعدامول دي.

د سعودي دولتي خبري رسنۍ د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت له خولې خبر ورکړی چې، اوه واړه په دې محکوم شوي وو چې "د ترهګرو تنظیمونو او ادارو په جوړولو او له هغوی سره په مالي مرسته کولو کې ښکېل وو."

سعودي په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چېرې چې د اعدام سزا زیاته ده او د فرانسې د خبري رسنۍ د شمېرو له مخې، یواځې سږ کال یې تر اوسه پورې ۲۹ تنه اعدام کړي.

دوی وايي، سعودي په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۰ تنه په دار ځړولي وو.

په سعودي عربستان باندې د زیاتو اعدامونو له امله په نړۍ کې زیاتې نیوکې هم کېږي چې په یوه ورځ کې تر ټولو زیات اعدام شوي کسان یې کابو دوه کاله مخکې وو چې شمېر یې ۸۱ تنو ته رسېده.

د نهې یا سې شنبې په ورځ د اوو اعدام شویو کسانو پېژندګلو نه ده په ډاګه شوې خو د هغوی نومونه او دندې داسې ښکاري چې سعودیان وو.

دولتي رسنۍ ویلي، چې اوه واړه په دې محکوم شوي وو چې "د ترهګرۍ یوه داسې تګلاره یې خپله کې وه چې وینه یې تویوله، ترهګر تنظیمونه او ادارې یې جوړې کړې وې او ورسره مالي مرستې يې کولې او له هغوی سره يې خبرې کولې چې د ټولنې امنیت او ثبات له منځه یوسي او ملي امنیت په خطر کې واچوي.

خو په راپور کې د هغوی په اړه د ښکاره شویو تورونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل ویلي، چې سعودي عرب په ۲۰۲۲ کال کې له بل هر هېواد څخه زیات کسان په دار ځړولي.

سعودي تېر کال هم ۳۳ کسان له ترهګرۍ سره د تړلو جرمونو او دوه پولیس د خیانت په تور په دار کړي وو.

دغه ډول په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو زیات کسان په ډیسمبر کې اعدام شوي وو چې یواځې په دې میاشت کې د هر جرم له امله د اعدام شویو کسانو شمېر ۳۸ تنو ته رسېده.

سعودي چارواکو ویلي، چې دا ډول اعدامونه د عامه نظم د ساتلو لپاره مهم دي او هغوی یې د اسلامي شرعیت له مخې سزا بولي.

فعالان وايي، د سعودي لخوا د اعدام د سزا دوام د ولیعهد محمد بن سلمان هغه هڅې ژوبلوي چې غواړي سعودي په نړۍ کې د اومه تېلو په ستر صادرونکي او د سیلګرۍ په ځای باندې بدل کړي.

فعالان وايي، اعدامونه د سعودي د ازادې او زغم ډکې ټولنې هغه انځور زیانمنوي چې د محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ کال پورې د اصلاحاتو د اجندا په سر کې ځای لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG