د امریکا په منځنی لویدیځ (مېډ ویسټرن) میشیګن ایالت کې رای ورکوونکي د نهې/ سه شنبې په ورځ د ډیموکرېټک او ريپیلېکن ګوندونو پرایمري (د ګوند دننه) انتخاباتو کې خپلې رایې کاروي. تمه کیږي چې د ډیموکرېټک ګوند پرایمري به اوسنی صدر جو بایډن او د ريپیلېکن ګوند پرایمري به پخوانی صدر ډونلډ ټرمپ وګټي.
د 2020م صدراتي انتخاباتو کې د میشیګن مهم ایالت کې جوبایډن بریا ترلاسه کړې وه ، د بایډن او ټرمپ ترمنځ د بیا انتخابي سیالۍ وړاندې د دواړو امیدوارانو د ملاتړ د نښې په توګه به د پرایمري انتخاباتو کې د بریاو مارجن یا تناسب به نزدې څخه څارل کېږي.
ډونلډ ټرمپ د امریکا 2016م صدراتي ټاکنو کې دغه کلیدي ایالت ګټلی و، خو د 2020م صدراتي انتخاباتو کې جوبایډن میشیګن کې بریا ترلاسه کړې وه، او د ټرمپ د بیا صدر جوړیدو مخه یې نیولې وه.
په امریکا کې دننه په میشیګن کې تر ټولو زیات عرب امریکایان اوسېږي ، او په غزه کې د حماس د وسله والو پرضد د اسرایل جګړې ته د بایډن د ملاتړ له وجې ځینې ډیموکرېټانو رای ورکوونکو ته د نهې په ورځ بایدن ته د رایې ورکولو پرځای غېر پانبد "uncommitted" غوره کولو ویلي دي.
په مېشیګن ایالت کې د هر لوی ګوند د امیدوارانو په لېسټ کې د 'غېر پانبد' اصطلاح شامله ده. کله چې یو رایه ورکوونکی 'غېر پانبد ' غوره کړي دا پدې معنی ده چې دوی د "ګوند ته رایه " ورکوي خو په بېلټ پېپر یا د رای په کاغذ کې درج شوي امیدوارانو ته ژمن ندي.
د غېر پانبد رایو د هڅو ملاتړ کوونکي وايي چې دوی د لسو زرو داسې رایو تمه لري.
د مېشیګن ایالت ډیموکرېټک ګورنرې ګرېچېن وېټمر چې د صدر بایدن ملاتړ کوي این بي سي نیوز ته ویلي دي د هغې په خیال د غېر پانبد رایو شمېر به دغه ( د لسو زرو) شمېرو ته ورسیږي.
Forum