لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان :ګوادر او شاوخوا سیمو کې پرله پسې بارانونو او سېلابونو سخت زيانونه اړولي


د ګوادر انتظامي چاراکو په وینا د سه شنبې په سھار وختي باران شروع شوی چې تر ۱۳ ساعتو پورې پرله پسې ۱۰۰ ملي میټرہ ورېدلی او خلک یې له لوی مشکل سرہ مخ کړ‎ي۔

د ګوادر لیویز چارواکي رحیم الله بلوڅ د ټیلي فون له لارې و ډیوہ ته وویل، "په ګوادر کې مو بیړ‎نی حالت اعلان کړ‎ی، اوبه په ګوادر ښار شاوخوا سیمو کې ولاړ‎ې دي او اندازه ده چې دا تر څلور فټه زیاتې اوبه دي" ـ

هغه وويل "ھر څه ناکارہ دي،زیات خلک بند دي، لارې بندې دي، سرکاري ادارې مرسته کوي خو د اوبو له وجې موږ‎ ھم سمه مرسته نه شو کولای”.

د ګوادر ځایي خبریال او فعال نوید محمود ډیوہ ته وویل، "د ګوادر ښار زياتره سيمې په اوبو کې ډوبې او اوبه کورونو او دوکانونو ته ننوتي دي".

هغه وايي د لاندې پر تو سيمو سلګونه خلک خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. نوید محمود زیاته کړ‎ہ، “د ګوادر ښار، زړ‎ہ ابادي، جيوني،سربندن، پشکان، ستانسر او د ضلعې نورې سيمې هم د باران له وجې زیاتې اغېزمنې شوې دي”.

د بلوچستان نګران وزيراعلا مير علي مردان خان ډومکي په ګوادر او شاوخوا سيمو کې د بارانونو او سيلابونو پر نقصان خفګان څرګند کړی او په بیړ‎ني حالت کې مرسته کوونکې ادارہ پي ډي ايم اې او ضلعي انتظاميې ته يې د امدادي کارونو او د خلکو د جدي مرستو کولو وينا کړې ده۔

د مکران ډویژن کمشنر سعید عمراني و رسنیو ته ویلي، د ژغورنې عملیات پیل شوي او تر اوسه له پینځویشتو زیاتې کورنۍ خوندي ځایونو ته لېږدول شوې دي ـ

هغه ویلي پي ډي ايم اې او ضلعي انتظاميه د ژغورنې په عملياتو بوختې دي خو د اوبو د زیاتوالي له وجې سړکونو ډوب شوي چې له امله یې د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ دي ـ

عمراني زیاته کړ‎ې “ اوبو او بارانونو څه کورونه زیانمن کړ‎ي،خو ځاني زیان نه دی اوښتی”.

د بلوچستان د ګوادر تر څنګ د صوبې په زیاترہ سیمو کې له تیرو دوو ورځو راهسې بارانونه او په ځینو سیمو کې واورہ ورېدلې چې له امله يې موسم ھم زیات سوړ‎‎ شوی.

د بلوچستان د حق غوښتنې ډلې مشر او له ګوادر څخه د بلوچستان اسمبلۍ تازہ ټاکل شوي غړی مولانا هدایت الرحمان جیو نیوز ټي وي ته ویلي، کورونو ته د اوبو د ننوتو له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي:

"د ښار په پرمختګ او د اوبو ویستلو په نظام کې په اربونو روپۍ لګول شوي خو د اوبو د ایستلو د خراب نظام له امله د باران اوبه د وتلو پر ځای و کورونو ته ننوتي دي".

هغه وايي د دوي‎ د تحریک رضاکاران له خلکو سره مرسته کوي خو اصلي ستونزه له دکورونو څخه د اوبو ايستل دي.

ګوادر د پاکستان او چین تر میان د اربونو روپو د اقتصادي پروژې مرکزي او بنیادي ساحلي ښار دی۔

د پاکستان او چین حکومتونو په بیا بیا د ګوادر ښار د ترقۍ او پر مخ تګ دعوې کړ‎ې دي۔

د بلوچستان د موسمياتو څانګې خبردارى ورکړى چې د فبرورۍ په ٢٩مه به د بارانونو يوه نوې لړۍ شروع کېږ‎ي او د صوبې په ټولو ضلعو کي به تر دویم مارچ پورې دوام ولري ـ

هغه وایي،د ګوادر، کیچ او لسبیلې په ګډون په ډیری سیمو کې د زیاتو تاوانونو د رسېدو ویرہ دہ ځکه د بارانونو دا لړ‎ۍ به تر اوسنيو بارانونو زیاته او قوي وي ـ

د افتونو پر وخت مرستندویه صوبایي ادارې پي ډي ایم اې له خلکو د غیر ضروري سفر نه کولو او د اوبو لارو او غرييزو لارو، ژورو اوبو او ډیمونو ته د نه نږدې کېدو او په خرابو او کمزورو کورونو کې د نه پاتې کیدو غږ کړ‎ی دى ـ

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG