لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم د لادرکه بلوڅ زده کوونکو په قضيه کې عدالت ته وړاندې شوی


د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ د لا درکه بلوڅ زده کوونکو په مقدمه کې اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې شوی او عدالت ته يې ويلي چې څوک ‏هم د جبري لا درکيو دفاع او کالت نه شي کولی.‏

وزير اعظم کاکړ عدالت ته ويلي په خپله هم د بلوچستان سره تعلق لري او د هغې ځای د حالاتو نه ښه خبر دی، رياست په بلوچستان کې د وسله وال بغاوت ‏سره مخامخ دی او غېر رياستي عناصر هم د بشري حقونو سرغړونې کوي. ‏

نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ او د کورنیو چارو نګران وزير ګوهر اعجاز د حکومتي وکیل یا اټارني جنرل منصور اعوان سره د اسلام اباد هایکورټ جج ‏جسټس محسن اختر کياني په عدالت کې د لا درکه بلوڅو زده کوونکو په مقدمه کې حاضر شوي دي.‏

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د مقدمې د اورېدنې په پيل کې اټارني جنرل د لا درکه طالبعلمانو د شمېرې په اړه خپل دلايل وړاندې کړي او ويلي يې ‏دي، د لا درکه بلوڅ زده کوونکو د معلومولو لپاره يې هڅې کړي.

اټارني جنرل یا سرکاري وکیل ویلی نور 11 لا درکه زده کونکي بازياب کړی شوي دي، نهه د ترهګرۍ ضد محکمې سي ډي ټي ‏سره دي، د څلورو لا هم درک نه دی معلوم او دوه لا درکه کسان په افغانستان کې دي. ‏

ويل شوي، د اټارني جنرل د دلایلو وروسته نګران وزیر انوارالحق کاکړ عدالت ته وویل چې يوه اداره هم د قانون څخه بالا نه ده او عدالت ته د هغه ‏حاضرېدلو ثابته کړه چې وزير اعظم هم قانون ته ځواب کوي. ‏

د لا درکه بلوڅ زده کوونکو په مقدمه کې د دفاع وکيلې ايمان زېنب مزاري د اورېدنې وروسته د عدالت نه بهر مطبوعاتو ته وویل چې نګران وزیر اعظم ‏انوارالحق کاکړ د بلوڅ طالب علمانو لادرکي د ترهګرۍ او بغاوت سره د تړلو هڅه کړې ده.‏

هغې وويل، "ايا په ټول پاکستان کې بغاوت روان دی چې د ټول هېواد د ګوټ ګوټ او تر دې چې د اسلام اباد څخه چې خلک په جبري توګه لا درکه کولی ‏شي. او بله خبره دا ده چې مونږ او د لا درکه بلوڅ زده کوونکو کور والو چېرې هم په عدالت کې دنننه او بهر چېرې هم د وسله وال بغاوت ملاتړ نه دی کړی، د ‏دې ستونزې څخه پام اړول د رياستي تګلارې څرګندونه کوي او داسې ښکاري چې رياست لا هم د انکار په حال کې دی".‏

د مطبوعاتو ترمخه نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ عدالت ته وویل د خلکو د لا درکه کېدو او هره ورځ په رياست د تورونو د لړۍ دا معامله پکار ده چې ‏ودرېږي. ‏

عدالت ته د نګران وزیراعظم د حاضرۍ په اړه مطبوعاتو په خپلو رپورټونو کې ويلي، چې کله عدالت د وزیر اعظم څخه وپوښتل چې ایا تاسو په دې ‏معامله قانون سازي کولی شئ؟ نو وزير اعظم وویل نوي پارلیمنټ سره به اختيار وي او قانون سازي کولی شي.‏

جسټس محسن اختر کياني ويلي، د دې مقدمې لکبله ډېر لا درکه کسان موندل شوي دي او کوم کسان چې د سي ټي ډي سره دي، د هغوي مقدمې به ‏چليږي.‏

په پاکستان کې د لا درکه کسانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم دېفنس آف هيومن راېټس غړي عدالت ته د وزير اعظم له پېش کېدو او د ‏هغه د دريځ څخه مطمين نه وو.‏

د غېر حکومتي تنظیم ډېفېنس اف هيومن راېټس مشره امنه مسعود جنجوعه وايي، "بلوڅ طالب علمان د خپلو کورونو او يونيورسټيانو څخه پورته کړل ‏شوي دي او وزیر اعظم له خو پکار وه چې خپله غلطي یې منلی وای".‏

عدالت د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي سره د موجودو تنانو خلاف د درج مقدمو تفصيل د لا درکه بلوڅ زده کوونکو د دفاع وکيلانو ته د ورکولو امر ‏کړی او د مقدمې اورېدنه يې ځنډولې ده.‏

په پاکستان کې د لا درکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو غورځنګونه او د بشري حقونو تنظيمونه د خلکو په جبري توګه په لا درکه کېدو کې د ککړتیا تورونه د ‏پاکستان په امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ او حکومت دا تورونه ردوي او وايي کوم خلک چې ورک بلل کېږي هغوي يا خو د بېلتون ‏غوښتونکو وسله والو په ليکو کې شامل شوي، امنيتي ادارو سره جګړو کې وژل شوي او يا افغانستان ته تښتېدلي دي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG