واشنګټن – د روس په زندان کې د مړه شوي مخالف سیاسي رهبر الیکسي نوالني د جنازې مراسم د جمعې په ورځ د ماسکو په یوې کلیسا کې ترسره کېږي چې د خلکو پر مخ به پرانیستي وي.
خو دا لا روښانه نه ده چې ایا چارواکي به په جنازې مراسمو کې د خلکو د ګډون مخه ونیسي او که نه.
د نوالني همکارانو ویلي، چې په ګڼو ځایونو کې د ۴۷ کلن نوالني د جنازې د مراسمو کوربتوب نه دی منل شوی.
د روس په ولسمشر ویلادیمیر پوتین باندې دغه خوله ور انتقاد کونکی له ماسکو څخه لېرې په یو زندان کې د فیبرورۍ په منځ کې مړ شوی و.
د نوالني ویاندې کېرا یارمېش ویلي، چې د جنازې د مراسمو اکثرو ځایونو ویلي، چې دوی په بشپړه توګه مصروف دي او ځینو هغه وخت" چې مونږ به ورته د نوالني نوم یاد کړ نو رد به یې کړل."
یارمېش دا هم ویلي، چې "د جنازې د مراسمو ترسره کونکې ادارې له دې څخه منع شوې وې چې له مونږ سره کار وکړي."
د نوالنې کونډې یولیا نوالنیا د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اروپا پارلمان ته په سټراسبرګ کې وویل،
"چې جنازه به له سبا ورځې وروسته ترسره شي او زه لا ډاډه نه یم چې ایا دا به سولیز وي او که به پولیس هغه کسان ونیسي څوک چې به زما له خاوند سره مخه ښې ته راځي."
د نوالني له مړینې وروسته د هغه ګڼ ملاتړي چې د هغه د یادولو په ځایونو کې به یې ګلان اېښودل نیول شوي دي.
نوالنایا چې له اروپايي وکیلانو څخه یې د ښه کار تر نامه لاندې ګڼې جایزې ګټلي هغوی ته ویلي، چې د میړه مړینه یې "دا په ډاګه کوي چې پوتین د هر څه وړتیا لري او تاسو نشئ کولای چې له هغه سره مذاکره وکړئ."
هغې زیاته کړه، "پوتین د یو تنظیم شوي جرمي ډلې رهبر دی."
هغې وویل، "تاسو له یو سیاستوال سره معامله نه کوئ بلکه له یو خونړي بدمعاش سره."
روسي چارواکي وايي، د نوالني د مړینې سبب تر اوسه هم نه دی معلوم، که څه هم د لویدیځ رهبرانو ویلي، چې دوی په دې کې پوتین پړ بولي.
د نوالني ملګرو په لومړي سر کې غوښتل چې د هغه جنازه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وکړي خو د نوالني د فساد ضد بنسټ مشر ایوان ژدنوف وویل، هیڅ ځای دا نه منله چې د هغه جنازه سمبال کړي.
بل لوري ته ټاکل شوې وه چې پوتین هم په همدې ورځ د روس پارلمان ته خپله کلنۍ وینا وکړي.
کله چې د جنازې پلانونه اعلان شول نو ژدنوف په ټیلیګرام پیغام کې ویلي، "پوتین خپل ټول سپي خوشې کړي چې په نورماله توګه د جنازې د ترسره کېدو مخه ونیسي."
یرمېش وویل، نوالني به د بوریسویسکوي په نېږدې هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
Forum