د لاهور ځایي محکمې په یوه وړه ماشومه جینۍ د جنسي تیري اؤ بیا دهغې د وژلو په جرم کې ککړ مجرم ته درې ځله د تېزندۍ ورکولو سزا اورولې ده.
د مجرم ندیم نصیر خلاف کال 2020م کې د لاهور په باغبان پوره تاڼه کې په ماشومې د جنسي تیري وروسته بیا د هغې د وژلو مقدمه درج شوې وه .
تېره ورځ ددغه مقدمې اورېدنه د لاهور په ځايي محکمه کې شوې اؤ د جرم په ثابتېدو ایډیشنل سیشن ججې عایشه امتیاز مجرم ته درې ځله د تېزندۍ ورکولو اؤ د پینځوؤ لکو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.
په مقدمه کې د سرکاري وکیل له مخې مجرم په یوه وړه ماشومه وړومبی جنسي تیری کړی ؤ اؤ بیا یې له وژلو وروسته د هغې مړی په یو خوشې ځای کې غورځولی ؤ.
پولیسو د ماشومې د ورکېدو له مقدمې درج کولو وروسته د پلټنو په مهال ددغه ماشومې چپلې اؤ لوپټه د ندیم نصیر له کوره په لاس ورغلي وؤ اؤ هغه یې نیولی ؤ چې بیا پرې په عدالت کې مقدمه روانه وه.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې په ماشومانو دجنسي تیري دپېښو لړۍ زیاته چټک شوې ده اؤ په اکثره پېښو کې له جنسي تیري وروسته ماشومان په بې دردرۍ سره وژل شوي هم دي.
د بشري حقونو فعالان ادعا کوي پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيري کومې نوې شمېرې مخې ته راځي، د نورو کلونو په نسبت پکې د 30 فیصدو پورې اضافه ښکاري.
د ماشومانو د حقونو په مبارزه بوخت غیر دولتي سازمان ساحل د کال ۲۰۲۳م پخپل رپورټ کې ویلي وو چې پروسکال د جنورۍ نه تر جون میاشتې پورې هره ورځ اوسطاً ۱۲ ماشومان د جنسي تیري ښکار شوي دي.
ساحل وایي په دغو شپږو میاشتو کې د ماشومانو سره د زياتیو ټولې 2227 پېښې مخې ته راغلې وي.
د رپورټ ترمخه تر ټولو زياتې 74 فيصده پېښې په پنجاب کې، 24 فيصده په سيند صوبه کې، اووه فيصده پلازمینه اسلام اباد کې، خېبرپښتونخوا کې درې فيصده، بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمیر کې د ماشومانو سره د تشدد او جنسي تېريو دوه فيصده پېښې رپورټ شوې دي.
په کال 2022م کې په ټول هېواد کې 2123 ماشومان د جنسي تېريو نخښه ګرځول شوي وو.
Forum