لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دوحې تړون څلورمه کلیزه: امریکا او طالبانو بیا پر یو بل د تړون د سرغړونو تورونه لګولي


د امریکې او طالبانو تر منځ د دوحې تړون نن څلور کاله پوره شول، خو دواړو د دې تړون د کلیزې په مناسبت یو پر بل تازه تورونه لګولي او وایي چې له دې تړونه یې سرغړونه کړې ده او په بشپړه توګه یې نه دی عملي کړی.

د امریکا د حکومت ویاندې کرین جېن پېر د چارشنبې- شورو په ورځ خبري غونډې ته وویل چې له طالبانو سره د دوحې تړون په تېر افغان حکومت کې د امریکا شریکان کمزوري کړل او طالبان یې پیاوړي کړل:

"[تړون] موږ دې ته ژمن کړو چې د صدر بایډن د ولسمشرۍ تر سوګند څو میاشتې وروسته خپل ځواکونه را وباسو، څنګه چې تاسو خبر یئ د دې لپاره صفا روښانه لاره او پلان نه وو چې په راتلونکي کې څه کېدای شي، دا هغه څه دي چې موږ ولیدل".

د وي او اې خبریال له مېرمن جېن پېر څخه وپوښتل امریکایي چارواکي پرله پسې وایي چې طالبان باید د دوحې په تړون کې کړې ژمنې پوره کړي، وایي واشنګټن له طالبانو د تړون له مخې د کومو ځانګړو ژمنو پوره کول غواړي، مېرمن جېن پېر یې په جواب کې وویل:

"طالبانو د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې. طالبانو په دوحه کې له افغانانو سره د خبرو مهمه ژمنه هم نه ده پوره کړې چې د مذاکراتو په نتیجه کې یو ټولشموله سیاسي نظام ته لاره برابره شوې وای".

د امریکې او طالبانو تر منځ تړون د مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت په مهال د 2020م کال د فرورۍ پر 29مه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازي ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړی وو.

امریکایي چارواکي وایي د دې تړون له مخې امریکا مجبوره وه چې پر دې تړون عمل وکړي، له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او په هغه هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

د امریکا غوندې طالبانو هم د امریکا ځواکونو تر وتلو مخکې هم او له هغه را وروسته په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې بیا بیا تورونه پورې کړی چې امریکا د دوحې له تړونه سرغړونه کړې خو وایي دوی دې تړون ته ژمن پاته شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سرکاري آر ټي اې ټیلیویژن پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد یو ږغیز کلیپ خپور کړی چې هغه پکې ویلي امریکا له دوحې تړونه سرغړونې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد وویل دا تړون د افغانستان لپاره له لاس ته راوړنو ډک وو ځکه چې وایي بهرني ځواکونه یې له هېواده ووتل، د جګړې او وینې تویېدل ختم شول، خو د تړون هغه برخې یې یادې نه کړې چې امریکا وایي طالبانو نه دي عملي کړې. مجاهد وویل:

"له دې تړونه د امریکايانو ځینې سرغړونې موجودې وې، د تړون په متن کې یې ژمنه کړې وه چې باید له افغانستان سره یې تعامل په عادي ډول اوسي، باید ښې اړیکې ولري، د افغنستان په ابادۍ کې برخه واخلي، د افغانستان د پرمختګ مخه ونه نیسي، خو داسې ونه شول".

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جېن پېر خبري غونډې ته وویل امریکا به خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې طالبان د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې پوره کړي، "موږ هره ورځ د دې ډاډ تر لاسه کولو لپاره نه ستړی کېدونکی کار کوو چې دا ژمنې پوره شي او همداسې مخ په وړاندې روان یو".

ذبیح الله مجاهد وایي د طالبانو د ځینو مشرانو نومونه لا هم په تور فهرست کې دي او بندیزونه ترې نه دي اخیستل شوي، د افغانستان د خلکو شتمني لا هم کنګل ده، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو مخه نیول شوې، د افغانستان خلک په قید کې ساتل شوي او د طالبانو له حکومت سره د امریکا اړیکې نه دي عادي شوې.

د امریکا د ریپبلکن ګوند یو شمېر غړي د صدر بایډن پر حکومت تور لګوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر یې له کړکېچونو او ستونځو ډک وو، ځکه د انخلا په خت په کابل هوايي ډګر کې ځانمرګی برید د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون څه باندې 170 تنه ووژل.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په افغانستان کې القاعده او نورې ترهګرې ډلې بیا فعالې شوې او له طالبانو سره نیزدې اړیکې لري، همدارنګه پاکستان هم تور لګوي چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې د پاکستان خلاف د ترهګرۍ بریدونه پلانوي خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي خاوره به یې د هیڅ هېواد خلاف ونه کارول شي.

طالبان د دوحې د تړون خلاف له تېر افغان حکومت سره په مذاکراتو کې داسې کومې نتیجې ته ونه رسېدل چې حکومت په جمهوري توګه تر لاسه کړي او د 2021م کال د اګست پر 15مه د وسلو په زور خپل حکومت اعلان کړ، خو د کابینې ټول غړي یې طالبان دي او یوه ښځه یا د بل کوم ګوند غړی پکې نه شته.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي داسې یو ټولشموله حکومت باید جوړ کړي چې د افغانستان ټول خلک او په ځانګړي ډول اقلیتونه پکې خپل ځانونه وویني، خو طالبان خپل حکومت تولګډونه ګڼي.

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته او د پوهنتون د نجونو پر زدکړو، د ښځو پر کار، فعالیت او سیاسي فعالیتونو باندې هم بندیزونه لګولي دي. امریکا او نړیواله ټولنه دا بندیزونه غندي او له طالبانو یې د لرې کېدو غوښتنه کوي.

له طالبانو سره تړون کوونکي امریکایي استازي زلمي خلیلزاد د فرورۍ پر 15مه د امریکا د استازو اېوان د بهرنیو چارو کمېټۍ ته د پوښتنو په جواب کې طالبان په دې تورن کړل چې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG