لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په لکي مروت کې د پوليو کارکوونکی او بنو کې پوليس وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او بنو ضلعو کې په دوه پېښو کې يو د پوليو کارکوونکی او يو پوليس وژل شوي دي، د دواړو پېښو ذمه واري تراوسه چا ‏نه ده منلې.‏

د لکي مروت پوليسو د پوليو کارکوونکي د وژنې تاييد کړی او ويلي يې دي، دا پېښه په پخوانۍ نیمه قبایلي سیمه بېټڼي سب ډويژن کې شوې ده.‏

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه، په لکي مروت ضلع کې د ‏‎26‎مې فرورۍ نه تر لومړي مارچ پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين روان ‏دی.‏

د وژل شوي غني الله کورنۍ یو تن فدالله وي او اې ډیوه ته وویل مړی یې نن سهار د کور سره نزدې ‏‎500‎‏ ګزه فاصله کې په داسې حال کې موندلی چې سر یې ‏د تن څخه جدا وو.‏

هغه وویل وژل شوی تن ‏‎22‎‏ کلن ځوان وو او پولیو د مخنيوي پروګرام کې د څارنې (پولیو ابزرور) اهلکار وو. ‏

د کورنۍ په وینا نومړی تیر ماښام د ډیوټۍ څخه کور ته راستون شوی خو ورسته بیا له کوره بهر تللی وو.‏

د ځايي خلکو په وينا د وژل شوي تن مړی تاجوړي سیمې ته راوړول شوی او د مړي سره احتجاج پیل کړل شوی دی.‏

فدالله وویل دوی چا سره شخصي دوښني نه لري او تر دې مهال دوی ته د چا لخوا کوم ګواښ نه وو شوی، او دوی غوښتنه کوي چې دغه پېښه کې ککړ ‏کسان دې فوري مالوم کړل شي او سزا دې ورته ورکړل شي.‏

هغه زیاته کړه د وژل شوي تن یو ماشوم ورور، شپږ خویندې او د پاخه عمر مور پاتې شوي او د کورنۍ د ګټې وټې یې بله زريعه هم نشته.‏

د تجوړي پولیس تاڼې چارواکو وویل د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي.‏

هغه وویل دا نه شي ویلی چې د پېښې نوعیت څه دی خو زیاته یې کړه دغلته خلک دا ډول پېښې د ترهګرۍ پېښې ګرځوي.‏

تر دې وخته چا د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.‏

د خېبر پښتونخوا په بله جنوبي ضلعه بنو کې وسله والو د پولیسو په یوه څوکۍ برید کړی يو پوليس پکې وژل شوی دی.‏

د سیمې پولیس وي او اې ډیوه ته نن زیارت/ پنجشنبې په ورځ وويل، دا برید تېره شپه د بنو ضلعې د احمدزۍ تاڼې په حدودو کې په پرغانتو نومې پوسته ‏یا څوکۍ شوی دی.‏

د بنو ډویژن د پولیس مشر قاسم علي خان دفتر چارواکو وویل، ترهګرو دغلته په پولیس څوکۍ ډزې کړي او په دغو ډزو کې یو پولیس میرسالي خان په ‏ځای وژل شوی دی.‏

په سمدستي توګه د دې برید زمه واري هم چا نه ده منلې.‏

په وروستيو کې چې د خېبر پښتونخوا په نورو سیمو کې په پولیسو څومره بریدونه شوي په هغو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه ‏اخستي دي.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG