لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان دې د خلکو مخته د مرګ "غیرانساني" سزاګانې ودروي


ملګرو ملتونو او ایمنیسټي انټرنېشنل په افغانستان کې د طالبانو له حکومته په ټینګار سره غوښتنه کړې چې په هېواد کې په وژنو او نورو جرمونو کې تورنو کسانو ته د ګڼ شمېر خلکو په مخ کې د مرګ او په دُرو وهلو "غیرانساني" سزاګانې ودروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ویاند جیرمي لورنس د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د خلکو په وړاندې په ښکاره د درو تنو زېندۍ کېدو "بوږنولي" دي.

په بیان کې ویل شوي چې د دغو سزاګانو لیدو ته له عامو خلکو سره سره د طالبانو د عدالت او حکومت چارواکي هم ورغلي وو او په جرم تورن شوو کسانو باندې څو ځله ډزې شوې او وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د سپریم کورټ په امر دوو تنو ته د تېرې جمعې په ورځ په غزني کې او یو تن ته د دوشنبې- ګل په ورځ د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د لوبو په یو سټېډیم کې د مرګ سزا ورکړل شوه.

ایمنیسټي انټرنېشنل خپله د فرورۍ د 23مې غوښتنه بیا تکرار کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتنه کړې چې د خلکو د زېندۍ کولو او د مرګ د سزاګانو لړۍ دې بنده کړي.

د ایمنیسټي د جنوبي اېشیا مرستیالې لیویا ساکاردي ویلي، "موږ د مرګ د ټولو سزاګانو مخالف یو ځکه چې دا د ژوند له حقه سرغړونه ده . طالبان پرله پسې د خلکو په مخ کې تېزندیو ته دوام ورکوي کوم چې د انساني کرامت له ډېرې سختې سرغړونې سره سره د نړیوالو قوانینو او معیارونو سرغړونه هم ده چې هیڅ د زغملو نه دي".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي په ولسي ځایونو کې د تورنو کسانو زېندۍ کول د بشري حقونو د اصولو سرغړونه ده او سمدستي دې ودرول شي، خو طالبان دې ته "قصاص" وایي او له "اسلامي شریعت سره سم" یې ګڼي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې پینځه تنه د خپل عدالتي نظام د پرېکړو په بنیاد د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده له منظورۍ وروسته په ولسي ځایونو کې د ګڼ شمېر خلکو مخته د مرګ په سزا رسولي دي.

د طالبانو حکومت پر خپل فوجداري یا جزایي عدلي نظام باندې تنقید رد کړی او وایي دا سزاګانې یې له اسلامي اصولو او لارښوونو سره سمې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل حکومت تر واک لاندې سرکاري رېډیو ټیلیویژن آر ټي اې ته ویلي، د "اسلامي قوانینو" عملي‌ کول د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، وایي هیڅ یو هېواد او اداره باید اعتراض ورباندې ونه کړي:

"قصاص د خدای حکم دی، یو څوک چې ظلم وکړي او یو څوک و وژني، دا د اسلامي حکومت ذمه واري ده چې د هغه ظالم خلاف ودرېږي او د مظلوم حق ترې واخلي".

طالبانو د تېرې شنبې- خالي او یکشنبې- اتوار په ورځو هم د افغانستان په ختیځ لغمان او په شمالي بلخ او سرپل ولایتونو کې د یو دوولس کلن هلک او یوې ښځې په ګډون شپږ تنو ته د خلکو په مخ کې د "ناجایزه اړیکو او بداخلاقۍ" په تور سزا ورکړې او په دُرو یې وهلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو د ادارې ویاند جیریمي لورنس وایي، په ولسي ځایونو کې "بدني سزاګانې ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي ډکې دي، چې د بشري حقونو د نړیوال قانون کې منع دي".

ادارې د طالبانو له سخت دریځ حکومته په ټینګار سره غوښتي چې تورنو کسانو ته د خپلې دفاع لپاره د مقدمې د شفافیت او د هغوی بشپړ قانوني حق باوري کړي، خصوصاً وایي په جرمونو کې تورنو کسانو ته دې د وکیل حق ورکړل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټ نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د هغه هېواد د وروستیو حالاتو په اړه د خپلو وروستیو پلټنو او ارزونو رپوټ وړاندې کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG