لاس رسیدونکی لینک

 
مولانا فضل الرحمان: "مونږ دا اېوان د ولس نماينده کم او د اسټېبلشمنټ زيات ګڼو"‏
تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: "مونږ دا اېوان د ولس نماينده کم او د اسټېبلشمنټ زيات ګڼو"‏


د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د ګوند نورو منتخب غړو یې نن د قامي اسمبلۍ سوګند کړی خو ويلي يې دي، په پارلیمان کې ‏به "په اپوزيشن کې کښېني"، د سپيکر، مرستیال سپيکر، صدر او وزیراعظم په ټاکنه کې به برخه نه اخلي.‏

پارلیمان کې مطبوعاتو سره خبرو کې نوموړي وویل، د مسلم ليګ ن د مشر نواز شریف او پيپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري سره یې نه دي ليدلي، تېره ‏شپه د دغو ګوندونو پلاوی ورغلی او هغوی سره یې خبرې شوي دي.‏

د سپيکر، مرستیال سپيکر ، صدر او وزيراعظم په ټاکنه کې د رایې ورکولو پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وويل، "زمونږ پاليسي دا ده چې مونږ به ووټ ‏نه استعمالوو، په اپوزيشن کې به کښېنو".‏

هغه زياته کړه، "جی يو آی به په ټاکنو کې برخه نه اخلي په دغه پارلیمنټ کې، د کوم پارلیمنټ نتيجه چې د ولس په لاس کې نه وي او د اسټبلشمنټ په لاس ‏کې وي، په دغه اېوان کې مونږ ته حق نشته چې په کومه بله کارروايۍ کې برخه واخلو".‏

هغه دا هم وويل، "مونږ دا اېوان د ولس نماينده کم او د اسټبلشمنټ نماينده زيات ګڼو".‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، د مولانا فضل الرحمان په ګډون پښتانه ملت پال، بلوڅ او پاکستان تحریک انصاف ګوند په دغو ‏انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي، چې نتيجې یې بدل کړل شوي دي.‏

خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي دي.‏

مولانا فضل الرحمان په خپله پلارنۍ حلقه ډېره اسماعيل خان انتخابات بايللي، د بلوچستان صوبې د پښين د قامي اسمبلۍ د حلقې نه کامیاب شوی دی، ‏د هغه د ګوند يو بل غړی نور عالم د پېښور، يو بل د وزيرستان او پاتې درې نور هم د بلوچستان صوبې څخه د قامي اسمبلۍ امېدواران منتخب شوي دي.‏

مولانا فضل الرحمان د تېر حکومتي اتحاد (پي ډي اېم) مشر وو، او په تېر حکومت کې یې وزارتونه هم لرل.‏

د پاکستان مسلم ليګ ن مشر نواز شریف چې خپل ورور او د پي ډي اېم د اتحادي حکومت د وخت وزيراعظم شهباز شریف یې اوس بيا د وزيراعظم د ‏څوکۍ دپاره نومولی، د دغه اعلان په وخت یې ويلي وو د نورو ګوندونو سره به د جمعيت علمااسلام د مشر مولانا فضل الرحمان سره هم رابطه کوي چې په ‏حکومت جوړونه کې ورسره شامل شي.‏

پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند په مرکز کې په شريکه د حکومت جوړولو اعلان کړی او شهباز شریف یې د وزیراعظم د څوکۍ دپاره نومولی دی.‏

د مولانا فضل الرحمان سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلاوي، او تېره شپه بيا د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند پلاوي هم ليدلي دي.‏

د تحریک انصاف ګوند حمايت يافته ګټلي امېدواران په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي او عمر ايوب خان یې د وزيراعظم د څوکۍ دپاره امېدوار ‏نومولی دی، او ويلي يې دي که وزيراعظم یې جوړ نه کړو په اپوزيشن کې به کښېني. ‏

خو له دې وړاندې مولانا فضل الرحمان ويلي، د ګوند مرکزي مجلس عامله یې په دې بحث کړی چې پارليماني سياست وکړي که مېدان ته راووځي، او ‏فېصلې په مېدان پيل کړي. ‏

د مولانا فضل الرحمان ګوند، عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پاکستان تحریک انصاف ګوند، د اختر مېنګل ګوند، هزاره ‏ډېموکرېټک ګونداو په سيند صوبه کې د ګرېنډ ډېموکرېټک په نوم د سياسي ګوندونو اتحاد په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي او احتجاجونه کوي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG