لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نوي وزيراعظم ټاکنې دپاره نېټه اعلان شوې، د سياسي ګوندونو ملاقاتونه پيل شوي


پاکستان کې د نوي وزیراعظم د ټاکنې دپاره نېټه اعلان شوې او د اتوار/يکشنبې په ورځ به نوی وزيراعظم ټاکل کيږي. پاکستان تحريک انصاف، مسلم ليګ ن او پيپلز ‏ګوند د نورو سیاسي ګوندونو سره ليدنې پيل کړي او عوامي نيشنل ګوند ويلي، په پارلیماني انتخاباتو کې به برخه نه اخلي.‏

پرون د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ نوو منتخب شوو غړو سوګند کړی، د اسمبلۍ غونډه بیا د نن سهار لسو بجو پورې ځنډل شوې او نن د جمعې په ورځ ‏به د قامي اسمبلۍ سپيکر ټاکل کيږي.‏

د قامي اسمبلۍ سيکرټرېټ ترمخه د وزيراعظم ټاکنه به د اتوار په ورځ درېم مارچ کيږي، د وزيراعظم د څوکۍ دپاره به کاغذات نامزدګي سبا د خالي/شنبې ‏د ورځې ماسپښين دوه بجو پورې جمع کولی شي.‏

پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند په شريکه شهباز شريف د وزیراعظم دپاره نومولی دی. د تحریک انصاف ګوند عمرايوب خان به د سني اتحاد کونسل ‏لخوا د وزيراعظم امېدوار وي.‏

د پاکستان د وزيراعظم جوړېدو دپاره د قامي اسمبلۍ لږ تر لږه ‏‎۱۶۹ ووټونه ترلاسه کول په کار دي.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند د سپيکر او مرستيال سپيکر، او وزيراعظم د څوکۍ ترلاسه کولو دپاره د نورو سياسي ګوندونو سره ملاقاتونه پيل کړي ‏دي.‏

د تحریک انصاف ګوند پلاوي د جمعيت علمااسلام ف ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي سره ‏ليدلي دي.‏

دغه ډول د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن سره نورو ګوندونو هم د مولانا فضل الرحمان سره ليدلي دي.‏

د دغو ملاقاتونو په اړه ويل شوي د ملک په سياسي حالاتو په کې خبرې شوي دي.‏

خو مولانا فضل الرحمان پرون د قامي اسمبلۍ د سوګند اخستو وروسته ویلي، په پارلیمان کې به "په اپوزيشن کې کښېني" او د سپيکر، مرستیال سپيکر، ‏صدر او وزیراعظم په ټاکنه کې به برخه نه اخلي.‏

د سپيکر، مرستیال سپيکر ، صدر او وزيراعظم په ټاکنه کې د رای ورکولو پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وويل، "زمونږ پاليسي دا ده چې مونږ به ووټ ‏نه استعمالوو، په اپوزيشن کې به کښېنو".‏

هغه زياته کړه، "جی يو آی به په ټاکنو کې برخه نه اخلي په دغه پارلیمنټ کې، د کوم پارلیمنټ نتيجه چې د ولس په لاس کې نه وي او د اسټبلشمنټ په لاس ‏کې وي، په دغه اېوان کې مونږ ته حق نشته چې په کومه بله کارروايۍ کې برخه واخلو".‏

هغه دا هم وويل، "مونږ دا اېوان د ولس نماينده کم او د اسټبلشمنټ نماينده زيات ګڼو".‏

او د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، د عوامي نيشنل ګوند غړي به د اسمبليانو او سېنېټ په انتخاباتو کې برخه نه اخلي.‏

هغه ويلي، موجوده انتخاباتو کې پېسې کارول شوي، اکثريتي ګوندونو ته د عهدو ورکولو ويلي خو اې اېن پي د اقتدار سياست نه کوي، اول دې د ‏مېنډېټ غلا کوونکو نه مېنډېټ حقيقي نماينده ګانو ته ورکړل شي.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، د مولانا فضل الرحمان په ګډون پښتانه ملت پال، بلوڅ او پاکستان تحریک انصاف ګوند په دغو ‏انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي، چې نتيجې یې بدل کړل شوي دي.‏

خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي دي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG