لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سردار ایاز صادق په دویم ځل د پاکستان د 23مې قامي اسمبلۍ سپیکر وټاکل شو


د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند سردار ایاز صادق د 199 رایو په ترلاسه کولو په دویم ځل د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر ټاکل شوی اؤ د خپل منصب لوړه یې کړې ده.

د جمعې په ورځ د سپیکر اؤ مرستیال سپیکر د انتخاب لپاره د اسمبلۍ رابل شوې غونډه کې دحکومتي اؤ اپوزیشن غړو تر منځ سخت تاؤ تریخوالی رامنځته شوی اؤ دواړو خواؤ د یو بل پر ضد ایوان کې د سپکاوي ډک شعارونه ورکړي دي.

د سردار ایاز صادق مقابلې ته د سني اتحاد کونسل کاندید عامر ډوګر ولاړ ؤ اؤ هغه د ښاغلي صادق د 199 رایو په مقابله کې 91 رائ ترلاسه کړې دي.

د مسلم لیګ(ن) سره تړاؤ لرونکي سردار ایاز صادق په اتمه فرورۍ شوؤ ټولټاکنو کې د لاهور نه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګتلې وه.

تر دې وړاندې د کال 2013م د عامو ټاکنو نه وروسته هم د نواز شریف په تېر حکومت کې هغه د قامي اسمبلۍ د سپیکر په توګه ذمه وارۍ ترسره کړې وې.

د سپیکر په ټاکنه کې نن د قامي اسمبلۍ 291 غړو خپلې رائ کارولي چې په هغې 199 رائ سردار ایاز صادق اؤ 91 رائ عامر ډوګر اخستې دي اؤ یوه رائ بیا مسترد شوې ده.

جمعیت علماء اسلام(ف)، بلوچستان نیشنل پارټي اؤ پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سپیکر د انتخاب په عمل کې برخه نه ده اخستې اؤ د جی یو آي(ف) اوو، د بي این پي اؤ پښتونخوا میب یو،یو غړي خپلې رائ ونه کارولې.

د پاکستان د 23مې قامي اسمبلۍ له سپیکر ټاکل کېدو وروسته د اسمبلۍ سپیکر ښاغلي راجه پرویز اشرف نوي سپیکر سردار ایاز صادق ته د هغه د منصب سوګند ورکړو.

تر دې وړاندې پرون د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ نوو منتخب شوو غړو سوګند کړی ؤ اؤ ټاکل شوې ده د پاکستان د نوي وزیراعظم ټاکنه به د اتوار - یکشنبې په ورځ کیږي

د وزيراعظم د څوکۍ دپاره به کاغذات نامزدګي سبا د خالي/شنبې ‏د ورځې ماسپښين دوه بجو پورې جمع کولی شي.‏

پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند په شريکه شهباز شريف د وزیراعظم دپاره نومولی دی. د تحریک انصاف ګوند عمرايوب خان به د سني اتحاد کونسل ‏لخوا د وزيراعظم امېدوار وي.‏

د پاکستان د وزيراعظم جوړېدو دپاره د قامي اسمبلۍ لږ تر لږه ‏‎169 ووټونه ترلاسه کول په کار دي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG