لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزارت وایي د هیواد تجارتي خساره کې 36 فيصده کمی راغلی 


د پاکستان د خزانې مرکزي وزارت په خپل مياشتني رپورټ کې ويلي دي چې د نګران حکومت د غوره اقتصادي فېصلو له کبله د روان مالي کال په لومړیو اتو مياشتو کې په تجارتي خساره کې 36 فيصده کمی راغلی دی او دا خساره د 13.87 اربه ډالرو کچې ته راکوزه شوې ده.

د خزانې وزارت ویلي دغه راز په برامداتو کې 14 فيصده اضافه او په درامداتو کې 14 فيصده کمی رېکارډ کړی شوی دی.

رپورټ کې راغلي چې د روان مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې په ترسيلاتو کې 3 فيصده او نېغ په نېغه بهرنۍ سرمایه کارۍ کې 21 فيصده کمی رېکارډ کړی شوی.

د خزانې وزارت په خپل رپورټ کې ادعا کړې چې د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف ټول اهداف یې پوره کړي دي او ویلي یې دي چې د سختو او غېر مقبوله فېصلو له کبله د هېواد اقتصاد د بحالۍ په لوري روان شوی دی.

د خزانې د وزارت په رپورټ کې د شوو دعوو په اړه د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي وي او اې ډيوه سره خبرو کې ویلي کله چې نګران کابينې کال 2023 اګست کې حلف اخستو نو هغه مهال په خلاص مارکیټ د ډالر نرخ درې نيم سوه روپۍ ؤ او په اقتصادي توګه د هیواد د دېواليه کېدو خبرې کېدې او د يو ډالر نرخ 500 روپو ته د ختو اندازې وې خو نن روپۍ مستحکم ده.

د هغه په وینا "هم داسې د ډېرو خلکو خيال و چې د اي اېم اېف سره شوې د قرض لنډ مهاله لوظنامه به مونږ مکمل نه کړی شو خو نړیوالې مالياتي ادارې او ورلډ بېنک دا ستاېنه کړې ده چې حکومت دغه اهداف ترلاسه کړي دي".

د خزانې وزارت په خپل مياشتني اقتصادي اوټ لوک رپورټ کې د مارچ په میاشت کې د ګرانۍ د کچې د 25.5 فيصده څخه 24.5 فيصده ته د راښکته کېدو اټکل کړې او ویلي یې دي چي د روان مالي کال په لومړیو 7 مياشتو کې ملکي برامدات د 9.3 فيصد اضافې سره 18 ارب ډالره پاتي شوي دي.

دغه شان د جولاې او دسمبر مينځ کې د محصولاتو د مرکزي ادارې په امدن کې هم 28.8 اضافه شوې ده او په دغه موده کې یې 5149 اربه روپۍ محصولات ترلاسه کړي دي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي راتلونکي حکومت ته به په اقتصادي څانګه کې تر ټولو لوي چېلنج اېکسټرنل فنانسنګ ګېپ(په بهرنۍ کچه مالیاتي توپیرونه) او بجټ خساره پوره کول وي.

د مالي چارو کارپوهه شهريار بټ وايي د تېرو 6 مياشتو راهيسې د سود شرحه په 22 فيصده برقرار ساتل شوې ده او د سود د زياتې شرحې له کبله په پرله پسې توګه حکومتي لګښتونو کې هم اضافه روانه ده.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي، اوس ټول معاملات د نوي حکومت په لاس کې دي، نوي حکومت له به تر ټولو مخکې نجکاري کول وي چې داسې يو شمېر اضافي ډالرې خزانې ته راشي:

"مونږ ګورو چې د هېواد د زر مبادلې ذخيرې د 8 اربه ډالرو څخه هم ښکته راغلي دي. ددې سره سره حکومت له به د آي اېم اېف سره د لنډ مهاله قرض پروګرام هم زر تر زره سرته رسول وي او د هغې د مکمل کېدو وروسته به مونږ ته يو ځل بيا د آي اېم اېف سره غټه د قرض لوظنامه کول وي".

د خزانې د وزارت په یاد رپورټ کې ويلي شوي د روان مالي کال په لومړیو 7 مياشتو کې په ترسيلاتو کې 50 کروړه ډالره کمی راغلی دی او دغه موده کې ټول 15 اربه، 80 کروړه ډالره ترسيلات زر استول شوي دي.

د تېر مالي کال هم په دغه موده کې هېواد ته ټول 16 ارب او 30 کروړه ډالره ترسيلات ترلاسه شوي وو.

په رپورټ کې ويل شوي چې په تېرو 7 مياشتو کې د هېواد دننه نېغ په نېغه بهرنۍ سرمایه کارۍ کې 21.4 فيصدي کمی راغلی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG