لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو: د بلوچستان د لادرکه کسانو ستونزه به د پارلیماني کمېټې له لارې هواروؤ


د پاکستان په کړکیچ ځپلې صوبه بلوچستان کې له واک سمبالولو وروسته د پاکستان پیپلز ګوند چېرمین بلاول بوټو زرداري ویلي چې د جوړجاړي د سوچ په اساس به بلوچستان کې حکومتي چارې پرمخ وړي اؤ هڅه به وکړي چې د لادرکه کسانو ستونزه د پارلیماني کمېټې له لارې هواره کړي.

د خالي- شنبې په ورځ بلوچستان کې د خپل ګوند د وزیراعلا ټاکل کېدو نه وروسته د ښاغلي بګټي سره یو ځاي په مطبوعاتي کانفرنس کې ښاغلي بلاول وویل:

"مونږ به د جوړ جاړي په سوچ بلوچستان کې حکومت چلوؤ،ټولې دخېلې خواوې به ځان سره اوږه پر اوږه بوځو ځکه چې ددې صوبې ستونزې هیڅ یو تن یا ګوند په یوازې ځان نه شي هوارولی".

پیپلز ګوند په اتمه فرورۍ له شوؤ ټاکنو وروسته د پاکستان د څلورو صوبو څخه په دوؤ صوبو سیند اؤ بلوچستان کې خپل حکومتونه جوړ کړي اؤ مطبوعات وایي چې د هیواد د صدر اؤ د سینیټ د چېرمین ترڅنګ د څوکیو ترڅنګ به د سیند اؤ خېبر پښتونخوا د ګورنرانو څوکۍ هم دغه ګوند ترلاسه کړي.

بلاول بوټو زرداري وویل ګوند یې په سیند اؤ بلوچستان کې حکومتونه سمبالوي اؤ د پارلیمان نه بهر ناستې دخېلې خواوې به هم له ځان سره اخلي.

هغه ویلي چې د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب مقابله به د نیشنل ایکشن په اساس کوي .

د نوموړي وینا وه، مونږ په سوات اؤ وزیرستان کې د ترهګرو مقابله کړې ده، د مذاکراتو،دلیل اؤ ترقیاتي پالیسۍ له لارې به د ترهګرۍ ستونزه هواره وؤ اؤ هڅه به وکړو چې د پارلیماني کمیټې له لارې د لادرکه کسانو ستونزه حل کړو.

د خالي په ورځ پرته له مقابلې د بلوچستان صوبې له وزیراعلا ټاکل کېدو وروسته اسمبلۍ ته خپله وړومبۍ وینا کې ښاغلي سرفراز بګټي ویلي، حکومت به یې د مرورو (بلوڅانو) سره مذاکرات کوي اؤ بیا بیا به یې کوي خو هغه پخپل تقریر کې بیا دا نه دي ویلي چې بلوچستان کې د جبري لادرکیو د لړۍ ودرولو په اړه به یې حکومتي تګلاره څه وي؟

په بلوچستان کې له یوې اوږدې مودې راهسې د جبري بې درکیو اؤ د صوبې د قدرتي وسیلواؤ حقونو په مسلو بلوڅ وسله وال په مقاومت بوخت دي اؤ په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

پوځ ته زیات نزدې ګڼل کېدونکي سرفراز بګټي تر دې وړاندې په نګران حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله اؤ هغه د جبري بې درکیو پرضد د بلوڅانو لخوا کېدونکي احتجاجونو بې اساسه بلل اؤ ویل یې چې بې درکه کسانو کې زیاتره دهشت ګرد دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG