لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: باراني پېښو کې لږ تر لږه ‏‎29‎‏ کسان مړه شوي، د بارانونو د بلې لړۍ امکان څرګند کړل شوی


پاکستان کې د بارانونو په ورستۍ لړۍ کې لږ تر لږه 29 کسان مړه شوي، ورسره پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام‎ ‎‏ قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) د ‏بارانونو او واورې د ورښت امکان څرګند کړی دی.‏

د اېسوسي اېټډ پرېس د خبر ترمخه، پاکستان کې په ځانګړي ډول شمال ختيځو سیمو کې د بارانونو او واورې ورښت سره د غرونو ښوېدو، بېلابيلو پېښو کې ‏لږ تر لږه ‏‎29‎‏ کسان مړه شوي او د 50 پورې نور ژوبل شوي، ګڼ کورونه غورځېدلي او د غرونو ښوېدو له امله سړکونه بند شوي دي.‏

پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېن ډي اېم اې) پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ ويلي، په ملک کې د بارانونو تازه لړۍ په بلوچستان او سيند ‏صوبو کې کمزوري کېدو امکان دی خو د راتلونکو ‏‎12‎نه تر ‏‎24‎‏ ساعتونو پورې په خېبرپښتونخوا، ګلګت او کشمير سره برني پنجاب کې د باران او واورې ‏امکان دی.‏

اېن ډي اېم اې ويلي، د لويديځو هواګانو له امله د بارانونو بله لړۍ د پينځم نه تر اووم مارچ پورې بلوچستان، خېبرپښتونخوا، کشمير، ګلګت او برنی ‏پنجاب په ممکنه توګه اغېزمنولی شي.‏

خېبرپښتونخوا د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) پرون ويلي، په تيرو ‏‎48‎‏ ساعتونو کې په صوبه کې د بارانونو او غرونو ښوېدو په پېښو کې ‏تراوسه پورې ‏‎21‎‏ کسان مړه شوي او ‏‎37‎‏ نور ژوبل شوي دي.‏

پي ډي اېم اې ويلي، وزیراعلا د خېبرپښتونخوا اغېزمنه کورنيو ته په سمدستي توګه مرستې ورکړي.‏

په خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ادارې (د رېسکيو ‏‎1122‎‏) ترمخه د غرونو او کورونو ښوېدو زياتې پېښې ملاکنډ، دير، باجوړ، پېښور، مردان او نورو ‏علاقو کې شوي دي.‏

په دغو پېښو کې يوه غټه پېښه د سوات د مټې تحصيل په چاتيکل علاقه کې شوې، د يو کور د چت غورځېدو له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي وو. ‏

په سوات کې د رېسکيو ‏‎1122‎‏ ویاندې شفيقه ګل وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، دغه پېښه په دويم مارچ شوې او د ملبې لاندې ګېرو شوو کسان را ايستلو ‏دپاره د ادارې امدادي ټيمونو دوه ورځې عمليات جاري ساتلي، اووه مړي يې راويستلي او دوه ژوبل تنه یې ژغورلي او روغتون ته یې منتقل کړي دي.‏

د اې پي د خبر ترمخه د بلوچستان په ګودار سيمه کې د بارانونو سره اړونده بېلابيلو پېښو کې پينځه تنه مړه شوي وو.‏

له دې وړاندې د موسمياتو محکمې د ‏‎29‎‏ فېبرورۍ نه د دويم مارچ پورې د بارانونو، واورې ورښت سېلابي صورتحال امکان څرګند کړی وو.‏

اېن ډي اېم اې ټولو اړونده ادارو ته په اغېزمنو علاقو کې د بېړنيو حالاتو د مخې نیولو دپاره د عملې او سامان رسولو یقيني کولو لارښوونه کړې، په ‏سېلانيانو یې غږ کړی چې سېلابي علاقو او چرته د غرونو ښوېدو خطره وي هلته دې له تلو څخه ډډه وکړي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG