د امریکې مرستیالې صدرې کاملا هېرس د اتوار/يکشنبې په ورځ په غزه کې د "سمدستي جنګ بندۍ" غږ کړی دی، د اغلې د جنګ بندۍ غږ د صدر جوبايډن د انتظاميې لخوا قوي غږ دی.
هېرس په الاباما کې د مدني حقونو د يوې کليزې په غونډه کې په څرګند ډول ويلي، په غزه کې په پراخه کچه تکليفونو ته په کتو هلته په سمدستي ډول جنګ بندي پکار ده.
انتظاميه د مصر او قطر سره په ګډه د شپږو اوونيو دپاره په جګړه کې د وقفې دپاره درېمګړیتوب کوي چې د حماس لخوا يرغمل کسان خوشي شي او غزې ته امداد ورسي، چرته چې ملګرو ملتونو د قحط خبرداری ورکړی دی.
هېرس ويلي، "په غزه کې خلک د لوږې سره مخ دي، اغلې زياته کړې، حالات غېر انساني دي، او زمونږ ګډ بشريت مونږ په اقدام مجبوروي، بايد د اسرايل حکومت د امداد رسولو سېوا کولو دپاره نور کار وکړي معذرت دې نه کوي".
د خالي/ شنبې په ورځ د امریکې او اردن پوځ په ګډو عملياتو کې 38,000 خوراکي توکي په غزه کې غورځولي دي. د امريکې يو لوړ پوړي چارواکي ویلي، دغه اقدام د نړیوالو همکارو سره په ګډه غزه کې د بشري مرستو سېوا کولو هڅه ده.
اغلې هېرس د جنګ بندۍ غږ په داسې وخت کې کړی چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې د اسرايل د جنګي کابينې د يو غړي بيني ګېنټز سره په سپينه ماڼۍ کې ليدنه ټاکل شوې ده.
هغې دا هم ويلي، "د حماس لخوا اسرايل ته ورپېښه خطره هم ختمېدل پکار دي".
د سپينې ماڼۍ يو چارواکي ويلي، هيله ده په خبرو کې د ملکي فلسطينيانو په وژنه، د موقتي جنګ بندۍ، يرغماليانو د خوشي کولو او امداد په سېوا کولو خبرې وکړي.
چارواکي ويلي، هېرس به په رفح کې د 1.5 میلينه خلکو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړي، او زياته کړې یې ده چې د حماس د ترهګر ګواښ لخوا د دفاع حق هم حاصل دی.
ګېنټز په يو بيان کې تاييد کړې، هغه به د هېرس او سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار جېک سېلوين، د کانګرس د ريپبلکن او ډېموکرېټک غړو سره هم وويني.
د اتوار په ورځ د حماس پلاوی په قاهره کې وو چې د اسرایل د پينځه مياشتو په جګړه کې په ممکنه توګه د اوونيو په جنګ بندۍ خبرې وکړي. خو د اسرايل مطبوعاتو ویلي، د اسرايل مينځګړو وروسته له هغې د خبرو نه بايکاټ کړی چې حماس د يرغماليانو د پوره فهرست ورکولو نه انکار کړی چې هغوی تراوسه ژوندي دي.
د بايډن انتظاميه د روژې په پيل کېدو سره د جنګ بندۍ هيلي لري. له دې وړاندې د نومبر په میاشت کې عارضي جنګ بندی شوې وه خو اوس هم د 100 يرغماليانو په ولکه کې دي.
اسرايل د حماس د بلې خطرې د ګواښ ختمولو عزم څرګند کړی، څنګه چې په اووم اکتوبر حماس په اسرايل حمله کړې 1200 کسان یې وژلي، او بيا د اسرايل په ځوابي عملياتو کې، د غزې د صحت د وزارت ترمخه په غزه کې د 30,000 نه زيات کسان وژل شوي چې 70 فيصده یې ښځې او ماشومان دي.
(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي).
Forum