لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د محمود خان اڅکزي په کور د چهاپې وهلو غندنه او د پلټنو غوښتنه شوې


د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په قامي اسمبلۍ کې د محمود خان اڅکزي په کور د چهاپې وهلو غندنه کړې، او ويلي يې دي په دغسې ‏کولو صدارتي الېکشن انتخابات لانجمن کولی شي، چا چې د اڅکزي په کور چهاپه وهلې د هغو پرضد دې کارروايي وشي او پلټنې دې وشي.‏

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ويلي، تېر د اتوار/ يکشنبې په ماسخوتن د ګوند مشر او صدارتي امېدوار محمود خان اڅکزي په کور چهاپه وهل شوې، "دغه ‏چهاپه د مجسټرېټ نه بغېر وهل شوې هيڅ وارنټ نه وو، دوی د دغه عمل په کلکه غندنه کړې" او نن د ګل/دوشنبې په ورځ یې په ګرد هېواد کې د ‏احتجاجونو اعلان کړی دی. ‏

خو د بلوچستان صوبې مخکني نګران وزیراطلاعات جان اڅکزي ويلي، د محمود خان په کور چهاپه نه ده وهل شوې، د هغه د کور سره څنګ ته په يو پلاټ ‏د قبضې شکايت شوی او د دغه پلاټ څخه د قبضې لرې کولو دپاره چهاپه وهل شوې وه.‏

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سيکرټري جنرل عبدالرحيم تېر د اتوار/ يکشنبې په ماسخوتن د ګوند د نورو مشرانو سره په ګډه خبري کانفرنس کې ‏دعوه وکړه، چې د شپې په اته بجې په کوټه کې د محمود خان اڅکزي د کور نه ګېره اچول شوې او د هغه يو ساتونکی یې د لايسنسي وسلې سره نيولی دی.‏

د زيارتوال په خبره، "محمود خان اڅکزي د قومي اسمبلۍ د سپيکر د انتخاب په وخت کومه وینا کړې وه او ځینې خبرې یې په ګوتې کړې وې، او په اتمه ‏فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو کې یې د درغلۍ خبره کړې وه، د دوی جرم صرف دومره دی چې د ايين پاکستان او پاکستان سرلوړي او د جمهور د ‏واکمنۍغوښتنه کوي مونږ د دې خبرو سره ولاړ يو او د هغې مونږ ته دا سزا راکول کيږي". ‏

درې ورځې وړاندې د قومي اسمبلۍ د سپيکر د انتخاب په وخت محمود خان اڅکزي په قومي اسمبلۍ کې وينا کړې.

محمود خان اڅکزی چې د قومي اسمبلۍ غړی منتخب شوی، د سني اتحاد کونسل لخوا صدارتي امېدوار دی، او د پيپلز ګوند د صدارت د څوکۍ دپاره ‏صدر اصف علي زرداري نومولی دی.‏

د پاکستان تحریک انصاف ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر د صدارتي امېدوار او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کور د چهاپې، د ‏کور د تقدس پامال کولو سختو ټکو غندنه کړې ده.‏

د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر او قامي اسمبلۍ غړي اختر مېنګل هم د محمود خان په کور د چهاپې وهلو په کلکه غندنه کړې ده.‏

جمعيت علمااسلام ف ګوند هم د اڅکزي په کور د پوليسو چهاپه د افسوس وړ او غندلې ده.

د جمعيت علمااسلام ف ګوند وياند اسلم غوري ويلي، "په نوي ‏خوښ کړل شوي پارلیمان کې د دليل په بنياد د خبرو په ځای په ناوړه کارونو راغلي دي".‏

د قومي اسمبلۍ سپيکر په نهم مارچ د صدر د څوکۍ د انتخاب دپاره د پارليمان ګډه غونډه بللې ده.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG