لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې د ګاډو د کاروباريانو احتجاج د تېرې اوونۍ راهیسې روان دی


Tonk Protest
Tonk Protest

په کوز جنوبي وزیرستان کې د ګاډو د بارګينونو مالکانو احتجاج له تیرې اوونۍ دوام لري، وايي د دوی نزدې ‏‎60‎‏ ګاډي پولیس په غير قانوني طریقه نیولي ‏چې د لکونو روپو بیعې لري او د ګاډو ‏‎26‎‏ ډریوران هم نیول شوي دي.‏

پولیس وايي دا نان کسټم پېډ يا قانوني اسناد نه لرونکي ګاډي دي چې د بلوچستان د لارې ضلعې ته د راوستلو په وخت نيول شوي او احتجاج کونکو سره ‏خبرې روانې دي.‏

احتجاج ته ځايي قامي او سياسي ملاتړ ترلاسه دی، احتجاج کوونکو د کاروباري مرکزو بندولو وروسته د وزیرستان ته د ګاډو د تګ راتګ لارې بندې ‏کړي دي.‏

د احتجاج یو ګډونوال او د ګاډو د بارګينونو د اتحادیې عمومي سیکتر عبدالله شا وايي طوی خوله سیمه کې پولیسو دوی ته لاره بنده کړې او د دوی ‏نیزدې ‏‎60‎‏ ګاډي امنیتي ځواکونو نیولي دي او یو ګاډي قيمت د ‏‎15‎‏ لکو نه تر ‏‎50‎‏ لکه روپو بيعه لري هغه وویل دا ګاډي او د هغې سره ‏‎25‎‏ ډرایوران په طوی ‏خوله سیمه کې د امنیتي ځواکونو قلعه کې بند کړل شوي دي.‏

هغه وویل قبایلي ضلعو ته تر اوسه د کسټم نظام نه دی غځېدلی او په ټوله قبایلي سیمه کې بې اسناده ګاډي روان دي. ‏

د نوموړي په وينا په ضلعه کې نزدې ‏‎10,000‎‏ بې اسناده ګاډي دي او دې ته قانوني حثیت ترلاسه دی او که دا غیر قانونه ګرځول کیږي دا به دوی د کروړونو ‏روپو تاوان سره مخ کړي. ‏

د سویلي وزیرستان د پولیسو مشر فرمان الله دفتر چارواکو وویل دا نان کسټم پېډ ګاډي دي چې په غیر قانونه لاره د بلو چستان نه رواستل کیږي. ‏

دوی زیاته کړه د دې د پاره خپل طریقه کار موجود دی چې د انتظامیه نه اجازه اخستل کیږي خو دوی داسې هیڅ اسناد نه لري.‏

د احمدزۍ وزېرو قامي جرګې یو مشر ملک جمیل وايي دوی د مبارزې د لارې صوبه کې شامل شوې او دا سیمې د ټېکس نه مستثنا ګرځول شوي، د دوی ‏نه بیا په څه ټیکس غوښتل کیږي.‏

هغه وویل تر اوسه کوم داسې قانون نه دی جوړ شوی چې دا ګاډي غیر قانوني ګرځول شوي او په صوبه کې د شاملېدو په وخت دوی سره ژمنه شوې چې لس ‏کاله به قبایلي ضلعې د هر قسمه ټیکسونه څخه فري وي او که دوی تر ټیکس غواړي دا غیر قانونی ده.‏

سیاسي فعال تاج وزیر ویل د تیرې یوې اوونۍ نه بازارونه مارکیټونه او سړکونه تړل شوي دي، د هغه په وینا د بندیزونو عادي ژوند اغیزمن کړي او خلک ‏یې د ستونزو سره مخ کړي خو انتظامیه د دوی په غوښتنو کې سنجیده نه ده.‏

د انتظامیه مشر ناصر خان دفتر چارواکو وویل احتجاج کونکو سره په ورستیو کې دوه ځله خبرې شوې خو د خپلې خبرې څخه په شا کیږي. د دوی په وینا نن ‏بیا د قامي جرګې سره وویني او د ستونزو د هواري هڅه کوي.‏

د پي ټي ایم فعال شهزاد وزیر وویل دا علاقې په پلان سره وروسته پاتې کړل شوي چې د غلته ناامنۍ ته لاره جوړه کړي.‏

هغه وویل په انګور اډه سیمه کې ځایی خلک د تیرو څلورو میاشتو نه په احتجاج ناست دي چې تر مخه یې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تجارت لویه ‏لاره بنده کړې او د دوی غوښتنې نه منل کیږي چې له امله یې په علاقه کې د خلکو معاش مکمل ختم شوی اوس د ګاډو مالکان بې روزګاره کوي چې دغلته ‏بیا نوي جنګ ته لاره هواره کړي.‏

هغه وویل خلک پوهه شوي او په دې لارو نه شي تېر باسل کېدی، چې بیا یې بل جنګ ته مخامخ کړي او د پرامنه احتجاج لړۍ به دوام لري.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG