د بشري حقونو دپاره د ملګرو ملتونو هائي کمېشنر وولکر تورک خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې د لسهاوو جنګونو خورېدل، عالمي امن ته خطره پېښوي او په ټولو سیمو کې د بشري حقونو په خلاف ورزیو کې د اضافې سبب جوړېدلی شي.
تورک چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کونسل کې خبرې کولې او په دنیا کې یې د بشري حقونو حالات بیانول، د داسې یوې یروونکې نړۍ تصویر وړاندې کړ چېرته چې خورېدونکي جنګونه د میلینونو عامو انسانانو ژوند تباه کوي.
تورک وویل: "بشریت ډېر کم د دغسې ګڼ شمېر بحرانونو سره چې په تېزۍ خوریږي، مخامخ شوی دی."
د بشري حقونو هائی کمېشنر یادونه وکړه چې په ټوله نړۍ کې پنځه پنځوس (۵۵) جنګونه اوس مهال "د خلکو ژوند اخلي، اقتصادونه تباه کوي، او بشري حقونو ته په ژوره توګه نقصان رسوي." د هغه په وینا، میلینونه انسانان د پراخو خلاف ورزیو ښکار ګرځي او "د څو اړخیزه حل لارو دپاره امیدونه په ټپه اودرېدلي دي."
اولکر تورک وویل چي د بېځایه کېدو او د بشري حقونو بحرانونه یوې بې مثاله پېمانې ته رسېدلي، قانوني حکومتونه ماتول کیږي، او اختیار داره کسان د قامي او بین الاقوامي مسئلو د حل دپاره د جګړې لاره انتخابوي.
تورک خبرداری ورکړ چې ټول دغه جنګونه په سیمه ییزه او نړېواله کچه اثرات غورځوي.
نوموړي د غزې د جګړې یادونه وکړه او ویې ویل: "په غزه کې جنګ، په ټول منځني ختیځ کې دهماکه خیز اثر غورځوي. په نورو سیمو کې جنګونه، په شمول د ختیځې افریقې، سوډان، او ساحل، هم ممکن په یو دمي توګه تېز شي."
هغه دا هم وویل چې د کوریا په جزیره نما کې پوځي حالت سېوا کېدل د خطرې کچه سېوا کوي.
د وولکر تورک وینا وه چې، "په غزه کې جګړې د وړاندې نه ګاونډیو ملکونو ته د خورېدو خطره راپیدا کړې ده، او زه ډېر ژور اندېښمن یم چې د بارودو په دې انبار کې، هر قسمه جرقه ممکن یو ډېر پراخ جنګ جوړ کړي. دا به په منځني ختځ او د هغه نه ورهاخوا ډېرو ملکونو ته ناوړده نتایج ولري."
وولکر تورک په افریقې کې حالاتو باندې اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په ډېموکرېټيک رېپبلېک آف کنګو کې د امن زیاتېدونکی بحران د خطرې نښه ښيي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې هائي کمېشنر خبر ورکړ چې څه باندې شپېته ملکونه، کوم چې د دنیا قریب نیمه آبادي په کې ژوند کوي، سږکال انتخابات لري، خو له بده قسمته د دې پر ځای چې د جمهوریت د بنیادي اصولو یوه ننداره وي، زیاتره دغه انتخابات د آمرانه واکمنۍ ستنې ټینګوي، کرپشن ته لارې جوړوي، او غریب او مایوسو خلکو ته د هغو د آینده ټاکلو حق اخلي.
Forum