سږکال د نړۍ د زړورو یا باهمته مېرمنو په توګه دې نړیوالې جایزې ته غوره کړل شوؤ مېرمنو کې د افغانستان بنفشه یعقوبي هم شامل وه چې په سختو شرایطو کې یې د افغان مېرمنو د حقونو څخه دفاع کړې ده.
د امریکې خارجه محکمې د ګل یا دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د یوې دستورې په مهال د ګردې نړۍ نه زړورو یا باهمته مېرمنو ته خپل کلني د مېرمنو د زړورتیا نړیوال ایوارډونه یا جایزې ورکړې دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلنکن د امریکایي صدر مېرمن جل بایډن د ایوارډونو د ویش د دغې دستورې کوربانه وؤ.
سږکال دا جایزې د افغانستان، بنګله دېش، ایران، بیلا روس، بوزنیا هرزیګوینا، میانمار، کیوبا، ایکواډور، ګمبیا، جاپان، مراکش، نېکاراګوا او یوګنډا نه غوره کړل شوؤ زړورو مېرمنو ته ورکړل شوي دي.
دستورې ته خپله وینا کې انټني بلنکن وویل "د دې مېرمنو اؤ په ګرده نړۍ کې د دوي په څېر د ډیرو نورو فعاله مېرمنو لپاره همت یو دانسته اؤ ورځنی انتخاب دی".
هغه وویل "ښځې اؤ نجونې داسې زړورتیا په هغو ځایونو کې ښیي چې د شخړو اؤ عدم تحفظ سره مخ دي،اؤ دا په داسې حال کې ده چې دوي ته له دې تشدد څخه بې کچه زیانونه هم رسیږي".
د امریکې د خارجه محکمې له مخې دا جایزې د کال ۲۰۰۷م راهسې د نړۍ هغو مېرمنو ته ورکول کیږي چې د امن، انصاف، بشري حقونو، صنفي انصاف اؤ مساواتو، د ښځو اؤ نجونو د بااختیاره جوړولو لپاره یې د غیر معمولي جرات، زړورتیا، طاقت اؤ قیادت مظاهره کړې وي.
د کال ۲۰۲۴م ددې نړیوالې جایزې په ګټوونکو کې داځل د افغانستان بنفشه یعقوبي هم شامله وه.
هغې ته دا جایزه د تشدد اؤ بندیزونو سره د مخ افغان مېرمنو د حقونو څخه په دفاع کولو ورکړل شوې ده.
بنفشه یعقوبي د کلونو راهسې د داسې افغان مېرمنو د حقونو لپاره کار کوي چې د جبر اؤ تشدد سره مخ دي.
هغې، چې پخپله هم د بینایۍ ستونزه لري او معذوره ده، په کال ۲۰۰۸م کې د خپل مېړه سره په ګډه افغانستان کې د یوې داسې موسسې بنیاد اېښی چې د بصارت یا نظر نه محرومه کسانو ته تعلیم ورکوي اؤ د هغوي د بحالۍ لپاره مباره کوي.
د معیوبینو یا معذورانو د حقونو په اړه خلکو کې د شعور پېدا کولو لپاره بنفشه یعقوبي هره ورځ د ټي وي د یوې نیغ په نېغه خپرونې کوربه توب کړی اؤ تر هغې وروسته یې بیا افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواکه کمیشن د کمشنرې په توګه دنده ترسره کړې ده.
په لندن کې میشته ایران کې د انساني حقونو یوې فعالې فریبا بلوچ ته هم دا نړیواله جایزه ورکړل شوه.
د فریبا بلوچ تعلقو د ایران د سیستان بلوچستان صوبې سره دی اؤ هغه د ایران د پسمانده بلوچ نسلي ډلې غړې ده چې د ښځو د حقونو اؤ په سیستان بلوچستان کې د انساني حقونو په ناورین ډاګېزې خبرې کوي.
فریبا بلوچ د حکومتي تشدد، د تېزندۍ د سزا اؤ د تعصب د نظام پر ضد خلکو کې د شعور بېدارولو پرله پسې هڅې کوي.
د هغې د فعالیتونو له امله ایراني چارواکو هغې ته د وژنې ګواښونه هم کړي اؤ ایران کې یې د هغې زوي اؤ یو ورور نیولي دي خو د خپل زوي اؤ ورور د نیول کېدو باوجود فریبه بلوچ فکر کوي چې د وړاندې تګ یوازینۍ لاره مزاحمت دی اؤ هغه په دغه لاره ولاړه ده.
د بنګله دیش فوزیه کریم فیروز هم دغه جایزه ترلاسه کړې ده.
فوزیه کریم فیروز ته دا جایزه د سپریم کورټ د وکیلې په توګه تر یوې اوږدې مودې د پسمانده ډلو د حقونو لپاره په مبارزې کولو دا جایزه ورکړل شوه.
Forum