لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د وروستیو بارانونو له امله 40 کسان مړه شوي،62 نور ژوبل شوي


په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي ادارې پي ډي ایم ای د وروستیو بارانونو، سیلاب اؤ د واورو د ورښت له امله د رامنځته شوؤ زیانونو جزیات مخې ته راوړي چې له مخې یې په دې بارانونو کې 27 ماشومان 8 ښځې اؤ 5 ماشومان مړه شوي دي. (فایل فوټو)
په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي ادارې پي ډي ایم ای د وروستیو بارانونو، سیلاب اؤ د واورو د ورښت له امله د رامنځته شوؤ زیانونو جزیات مخې ته راوړي چې له مخې یې په دې بارانونو کې 27 ماشومان 8 ښځې اؤ 5 ماشومان مړه شوي دي. (فایل فوټو)

په خېبر پښتونخوا کې په وروستیو بارانونو کې 40 کسان مړه شوي اؤ 62 نور ژوبل شوي دي اؤ ددې ترڅنګ ګڼ شمیر ودانیو ته هم زیانونه اوښتي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي ادارې پي ډي ایم ای د وروستیو بارانونو، سیلاب اؤ د واورو د ورښت له امله د رامنځته شوؤ زیانونو جزیات مخې ته راوړي چې له مخې یې په دې بارانونو کې 27 ماشومان 8 ښځې اؤ 5 ماشومان مړه شوي دي.

پي ډي ایم ای ویلي دي چې د بارانونو اؤ واورو د ورښت له امله 80 کورونه په بشپړه ډول ړنګ شوي اؤ 555 کورونو ته بیا یو څه نقصان رسیدلی دی.

په خېبر پښتونخوا کې دا بارانونه د تېر زیارت/ پنجشنبې د ورخې پیل شوي وو چې څو ورځې پرله پسې وریدلي اؤ ددې ترڅنګ په برنیو غرییزه سیمو کې واورې هم شوي دي چې رابطه سړکونه یې تړلي اؤ د مواصلاتو نظام ته یې زیانونه اړولي دي.

د ادارې تر مخه د صوبې په زیانمنو سیمو کې اغیزمنو خلکو ته په سمدستي توګه د مرستو رسولو امر شوی او د صوبې اعلا وزیر په دغه پېښو کې د وژل شوو خپلو خپلوانو ته د امدادي چېکونو ورکولو امر کړی.

د خېبر پښتونخوا مرستندویه ادارې رېسکیو 1122 تر مخه د څو ورځو د پرله پسې بارانونو له امله په پېښور، مردان، ملاکنډ، کوز دیر اؤ باجوړ کې د کچه کورونو اؤ کوټو د کښېناستو یو شمېر پېښې رامنځته شوي دي. د مرستندویه ادارې مشر ویلي، په یو شمیر سیمو کې د څاروؤ د ودرلو خونې اؤ برنډې هم غورځېدلي چې پکې د خلکو ګڼ شمیر څاروي هم مړه شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG