لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا 15 کسيزه کابينې سوګند پورته کړی


د خېبرپښتونخوا د ‏‎15‎‏ کسيزه کابينې نه پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ د صوبې ګورنر غلام علي سوګند اخستی دی او د پاکستان د پنجاب صوبې ‏‎18‎‏ ‏کسيزه کابينې هم سوګند پورته کړی دی.‏

د خېبرپښتونخوا کابينې جوړېدو وروسته په ټولنیزو رسنيو ويل شوي، د تحریک انصاف ګوند مشرانو خپل خپلوان په کابينه کې شامل کړي دي. ‏

د خېبرپښتونخوا په کابينه کې ارشد ايوب، شکيل احمد، فضل حکيم خان، محمد عدنان، عاقب الله، محمد سجاد، مينا خان، فضل شکور او نذير ‏احمد، پختون يار خان، افتاب عالم، خليق الرحمان، سيد قاسم علي شاه، فېصل ترکی او ظاهرشاه سوګند پورته کړی دی.‏

د ځايي مطبوعاتو ترمخه، سيد فخر جهان، مزمل اسمل، محمدعلي سېف، مشال اعظم او زاهد چاند زېب به د وزیراعلا سلاکاران وي.‏

د رپوټونو ترمخه، ویل شوي په لومړي پړاو کې به د کابينې غړي ‏‎20‎‏ وي او نوو سوګند پورته کوونکو ته به په ورځ دوه کې وزارتونه وسپارل شي.‏

په ټولنيزو رسنيو ويل شوي، د خېبرپښتونخوا په کابينه کې د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکو د قامي اسمبلۍ غړو وروڼه او خپلوان شامل کړل ‏شوي دي.‏

جرنلسټ محمد فهيم په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي، ‏

‏"د خېبرپښتونخوا په کابينه کې د اسدقېصر ورور عاقب الله ته وزارت، د شهرام ترکی ورور فېصل ترکي ته وزارت، د عمر ايوب د تره زوی ارشد ايوب ته ‏وزارت، د نورالحق قادري وراره عدنان قادري ته وزارت ورکړل شوی او د شېر افضل مروت ورور خالد لطيف مرستيال يا معاون مقرر کړل شوی دی".‏

د خېبرپښتونخوا کابينه وروسته له هغې جوړه شوې چې له دغې يوه ورځ وړاندې د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور په راولپنډۍ کې په اډياله زندان کې ‏د تحريک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان سره ليدلي وو.‏

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حمایت يافته ازادو غړو د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ګټلې او بيا په سني ‏اتحاد کونسل کې شامل شوي وو.‏

تېره اوونۍ د سني اتحاد کونسل د سيوري لاندې علي امين ګنډاپور د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلا ټاکل شوی وو.‏

په پنجاب صوبه کې هم ګورنر بليغ الرحمان د ‏‎18‎‏ کسيزه کابينې نه سوګند اخستی دی. ‏

د پنجاب صوبې وزيراعلا مريم نواز د کابينې غړو ته مبارکي ويلې او زياته کړې یې ده، په کابينه کې ځوانان او پوهه خلک شامل کړي دي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG