د پاکستان د پنجاب صوبې د راولپنډۍ پوليسو دعوه کړې، د سي ټي ډي سره په ګډه یې غټه کارروايي کړې او اډياله زندان یې له غټې تباهۍ څخه بچ کړی دی.
راولپنډۍ يا پېنډۍ ښار د اسلام اباد سره جوخت پروت ښار دی. او د پېنډۍ په اډياله زندان کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی وزيراعظم عمران خان هم بندي دی.
د راولپنډۍ د پوليسو مشر (سي پي او) سيد خالد همداني ویلي، درې ترهګر یې د درنې وسلې او بارودو سره نيولي دي.
په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې پوليس افسر دعوه کړې،"د ترهګر د افغانستان دي، درې سره ترهګر د تفتيش دپاره محفوظ ځای ته منتقل کړل شوي دي".
د نوموړي په خبره، "له ترهګرو څخه د اډياله زندان نقشه، لاسي بم او آی اي ډي، او خودکاره وسله ترلاسه کړل شوې ده".
خو پوليسو د نيول شوو کسانو نور تفصيل نه دی خپور کړی.
د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او پاکستاني چارواکي دعوه کوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږيږ
خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.
د پاکستان او افغانستان په وروستيو کې اړيکې ترينګلې شوي او د دواړو خواوو نه د يو بل ضد تورونو او بیانونو لړۍ دوام لري.
د روان کال جنورۍ په 24مه د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په اسلام اباد کې د پوهنتونونو زده کوونکو ته په یوه غونډه کې ویلي وو، "کله چې د هر یو پاکستاني د امنیت او تحفظ خبره راشي نو ټول افغانستان تباه يا رټل کېدای شي".
او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د پوځ مشر حافظ فصيح الدين فطرت د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير څرګندونې "د سپکاوي ډکې بللې" وې.
Forum