لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صرف په اوو میاشتو کې د سیمې هیوادونو سره د پاکستان تجارتي خساره تر څلور نیم اربه ډالرو اوښتې


د پاکستان د دولتي بینک تازه شمېرې ښیي چې د روان مالي کال په وړومبیو اوو میاشتو کې د افغانستان په ګډون د سیمې 9 هیوادونو سره د پاکستان تجارتي خساره 0.5 فیصدي څخه 4 اربه 53 کروړه اؤ 90 لکه ډالرو ته رسېدلې ده.

د تېر مالي کال په همدې موده کې دا تجارتي خساره 4 اربه 51 کروړه اؤ 60 لکه ډالر ریکارډ کړل شوې وه.

اقتصاد پوهان وایي افغانستان ، هندوستان او د منځنۍ اسيا هېوادونه د پاکستان د مالونو دپاره پراخه مارکيټ لري خو هغې ته لاسرسي دپاره به پاکستان ته دغو هیوادونو سره خپلې سياسي او تجارتي اړيکې ښه کول وي.

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼه پخپل رپورټ کې وایي تجارتي خساره کې د اضافې بنیادي وجه د چین اؤ هند څخه د درامداتو سیوا کېدل دي.

د پاکستان د مرکزي بینک شمېرې ښیي چې د جولائ نه تر جنورۍ میاشتې پورې د سیمې د نهو هیوادونو (افغانستان، چین، بنګله دېش، سریلنکا، هند، ایران، بوټان اؤ مالدیو) لپاره د پاکستان درامداتو کې 21.64 فیصدي اضافه شوې اؤ دا 2 اربه 61 کروړه اؤ 30 لکه ډالرو ته رسېدلي چې تېرکال په همدې موده کې 2 اربه 14 کروړه اؤ 80 لکه ډالر وؤ.

دا شمېرې ښیي چې ددې په پرتله روان مالي کال په وړومبیو اوو میاشتو کې درامدات د 6 اربه 66 کروړه اؤ 40 لکه ډالرو په مقابله کې 7.32 فیصدي سیوا شوي اؤ 7 اربه 15 کروړه اؤ 20 لکه ډالرو ته لوړ شوي.

رپورټ وایي چې د دې په نتیجه کې د مالي کال 2024م په مهال یادو هیوادونو سره د پاکستان تجارتي خساره سیوا شوې ده.

د مالي کال 2023م په مهال د سیمې د نهو هیوادونو لپاره د پاکستان برامدات په کلنۍ توګه 21.1 فیصدي راکم شوي اؤ 3 اربه، 33 کروړه اؤ 10 لاکه ډالر پاتې شوي وؤ.

په سیمه کې د پاکستان تر ټولو زیات برامدات چین ته کیږي چې د هغې برخه تر 60 فیصدو هم سیوا ده.

مالي کال 2024م کې د جولاي نه تر جنورۍ د چین لپاره برامدات د 44.55 فیصدي اضافې سره یو ارب، 72 کروړه اؤ 60 لکه ډالرو ته رسېدلي چې مالي کال 2023م کې 2 اربه اؤ 2 کروړه ډالر وؤ.

چین نه درامداتو کې هم 7.65 فیصدي اضافه شوې ده اؤ د مالي کال په وړومبیو اوو میاشتو کې دا د 6 اربه اؤ 46کروړه ډالرو په مقابله کې 6 اربهؤ 95 کروړه اؤ 90 لکو ډالرو ته سیوا شوي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان برامدات د 0.08 فیصدي نه راکوز شوي اؤ 28 کروړه اؤ 49 لکه ډالر پاتې شوي چې د تېر مالي کال په وړومبیو اوو میاشتو کې دا برامدات 28 کروړه اؤ 51 لکه ډالر وؤ.

تر څو کالو وړاندې له امریکې وروسته افغاستان تر ټولو ستر برامدي هیواد ؤ ، په برامدي شمیر شمېرو کې د زمکنیو لارو ترلاسه کېدونکی امدن نه ؤ شمیرل شوی خو پاکستان افغانستان ته د برامداتو د پراختیا یا حوصله افزایۍ اجازه ورکړې ده.

د هند نه هم د پاکستان درامداتو کې 15.12اضافه شوې اؤ دا 12 کروړه، 6 لکه اؤ 20 زره ډالرو ته رسیدلي چې د تېرمالي کال همدې موده کې 10 کروړه اؤ 47 لکه ډالر وؤ.

اقتصاد پوهان او تاجران په دې اند دي چې پاکستان ته د ورپېښو اقتصادي چېلينجونو قابو کولو دپاره به د ډالر قيمت کمول او د وارداتو پرځای د صادراتو کچه لوړول وي.

په پېښور کې مېشت تاجر او صنعت کار شاهد حسین وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي، مخکې افغانستان د پاکستان سره 80 فیصدي روزګار کولو خو اوس د افغانستان په مارکیټونو کې د د پاکستاني اجناسو برخه 20 فیصدي ته راکوزه شوې ده.

نوموړی وایي"د پاکستان ډېر نزدې زميني سرحد دی او د هندوستان ډېره لویه ابادي د سرحد نه اخوا پرته ده، په ماضي کې که مونږ وګورو نو زمونږ د کنسټرکشن یا تعمیراتو زیاتره شيان دې نزدې علاقو ته تلل پځای د دې چې هغه د بمبۍ او ډيلي نه دې خلکو راوړل هغه ورته د کرايه په شکل کې ګران پرېوتل".

نوموړي زياته کړه چې په تېر وخت کې افغانستان د خپلې جغرافيې له وجې 80 فيصده روزګار د پاکستان سره کولو "خو اوس داسې وخت راغلو چې په افغان مارکيټ کې زمونږه د اجناسو برخه 20 فيصده ته راغله".

تاجران وايي د افغانستان سره په پوله په دې نوي دور کې هم د تيکنيکي او سياسي ستونزو له کبله اوسطاً 700 لارۍ په روزانه حساب سره مالونه وړي او راوړي د کومو شمېر چې نزدې 3000 پکار دی۔

افغان تجاران وايي د پاکستان ځينو وروستیو پرېکړو او په بېلا بېلو وختونو کې د پولې تړل کېدو له وجې د افغانستان تاجران اوس د تورخم د لارې تجارت ته زړه نه ښه کوي او په نورو لارو تجارت ته دوام ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG