لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یمن کې القاعدې د خپل رهبر د مړینې اعلان کړی


واشنګټن – په یمن کې د القاعدې څانګې د یکشنبې یا اتوار په ورځ د خپل رهبر خالد البترافي د مړینې اعلان کړی.

د سایټ په نامه د استخباراتي ډلې د راپور له مخې، د القاعدې لخوا په خپره شوې ویډیو کې د البترافي د مړینې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو په کفن او د اورپکې ډلې په بیرغ کې یې تاوه شوې جنازه ښکاري.

امریکا د البترافي په سر د پنځو میلیونو ډالرو جایزه اعلان کړې وه.

هغه د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ راهیسې په یمن کې د القاعده ډلې مشري کوله.‌

القاعده ډلې اوس د هغه پر ځای عاطف الاولاکي چې امریکا یې پر سر شپږ میلیونه ډالره جایزه ایښې ده د خپل نوي رهبر په توګه ټاکلی دی.

یمن د اوږدې مودې راهیسې د القاعده تر ټولو خطرناک مورچل بلل کېږي له کومه ځایه چې په ۲۰۱۵ کال کې د فرانسې د طنزیه اونیزې چارلي هېبدو پرضد هم برید ترسره شوی و.

له البترافي څخه دمخه د دغې ډلې مشر قاسم الریمي په فلورېډا کې په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا په سمندري‌ ځواکونو باندې د برید په غبرګون کې د امریکا په ډرون برید کې وژل شوی و.

د دې راپور ځینې معلومات د اسوسیېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري رسنیو څخه اخېستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG