لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د وزیراعلا په پلارنۍ سيمه کې ځايي خلکو د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی ‏


د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډاپور په پلارني ټاټوبي ډېره اسماعیل خان تحصیل کلاچي کې ځایي اوسېدونکو د ناامنۍ پرخلاف احتجاج ‏کړی او په علاقه کې د ناامنۍ د پېښو د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده.‏

د کلاچي په لوڼي سیمه کې تیره ورځ د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمینځ په جګړه کې د مارټر ګولې چاودنې له امله یو ماشوم مړ او پینځه نور ماشومان ‏ژوبل شوي وو.‏

د دغه پېښې تاييد پولیس هم کوي او وايي د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.‏

احتجاج کوونکو د کلاچي تحصیل هتهاله سیمه کې د ټانک او ډیره اسماعیل خان تر مینځه د ګاډو تګ راتګ لویه لاره بنده کړې او وايي پرون د کلاچي ‏تحصیل په لوڼۍ سیمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمینځ د ډزو په تبادله کې یو مارټر ګوله د ابادۍ په سیمه کې غورځېدلې چې پکې یو ماشوم ‏مړ او پینځه نور ژوبل شوي دي.‏

کلاچي د ډیره اسماعیل خان ښار نه نزدې ۵۰ کلومیټره لرې سویل لویديځ سیمه ده او پولې یې د ټانک ضلعې سره لګېدلې دي. ‏

ځايي خلک وايي په دې وروستيو کې علاقه د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر مینځ د جګړې میدان جوړ شوی او هر ورځ پکې د ډزو او چاودنو پېښې ‏کیږي چې پکې دواړو خوا یو بل ته د زیات زیان اړولو دعوې کړې دي. ‏

د ځايي خلکو په وینا د ناامنۍ پېښو او پوځي عملیاتو سخت پریشانه کړي او دوی په علاقه کې عادي ژوند نه کوي.‏

یو احتجاج کوونکي وهاب ګنډاپور وویل چې په تېرو څو میاشتو کې یوازې په کلاچي سیمه کې د ترهګرۍ په پېښو کې لسګونه کسان ووژل شول خو نه د ‏پاکستان مطبوعاتو، نه عدلیې او نه پارليمان د دې خلاف اواز اوچت کړو.‏

هغه وویل نن دا ماشومان په هدف شوي په پولیسو تاڼو او څوکیو هره ورځ بریدونه کیږي چې له امله په علاقه کې عادي ژوند په ټپه ودرېدلی دی. ‏

د ډیره اسماعیل خان پولیس په علاقه کې د ناامنۍ پېښې تاییدوي او د پولیسو مشر ناصر محمود دفتر چارواکو په وينا، تیره ورځ نزدې شاه خوا ۵۰ ‏وسله والو په علاقه کې د پولیسو په تاڼه برید کړی وو خو پولیسو او د امنیتي ځواکونو په مرسته د برید په شا تمبولی او د ډزو په تبادله کې مارټر ګوله په ‏ابادۍ کې غورځېدلی چې پکې په ابادۍ کې ماشومان لګېدلي دي.‏

په دې وروستیو کې چې پاکستان په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې او د فرورۍ په اتمه د عامو انتخاباتو په ‏ورځ د کلاچي په لوڼي سیمه کې په یو چاودنه کې پینځه پولیس وژل شوي وو.‏

کلاچۍ د صوبې اعلا وزیر علي امین ګنډا پور پلارنۍ ټاټوبی دی او عامو انتخاباتو پرمهال د قامي اسمبلۍ څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف حمایت ‏یافته کاندید داور کنډي او د صوبې پارلیمان څوکۍ د پاکستان پیپلز ګوند احسان میانخېل ګټلې دي.‏

تیره ورځ ورسره په پوله په ټانک ضلعه کې ځايي خلکو د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهره کړې وه او ویلي یې وو ناامنۍ سخت تنګ کړي او خلک په ‏کورونو کې دننه وژل کیږي. مظاهره چیانو په سیمه کې د پوځي قلعې مخې ته پرلت وهلی وو او د امنیت د ټېنګښت غوښتنه کوله.‏

د سیمې نه ازاد خبریال ناصر داوړ وویل، د صوبې جنوبي ضلعې نه په دې وروستیو کې زیاتې د ناامنۍ پېښې رپورټ کیږي کوم چې د وسله والو یو ‏مضبوط موجودیت څرګندوي. ‏

هغه وویل خلک په خپله راووځي او احتجاجي مظاهرې کوي خو د پاکستان میډیا، پارليمان او عدلیه د پښتنو په وطن کې د روانې ترهګرۍ هیڅ پروا نه ‏کوي.‏

د نوموړي په وينا د پاکستان ټیلیویژني رسنۍ د کرکټ لوبې او یا بیا یوازې په ملک کې روان سیاسي کړکېچ ښکاره کوي، خو له بده مرغه رسنیو د پښتنو ‏مړو ته کوریج نه ورکوي.‏

دا ناامنۍ په صوبه کې په داسې حال کې سېوا شوې چې په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت دی او د پاکستان پوځي او حکومتي ‏مشرانو پخپله منلې ده چې د عمران خان په تېر حکومت کې طالبانو سره نرمه رویه شوې وه، د هغوی خطرناک قیدیان له زندانونو خلاص کړل شوي وو او نن ‏د دې نتیجي د ترهګرو ډلو د بیا منظم کېدو او د ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا په شکل کې مخې ته راغلي دي.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG