لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن د هېټي په اړه فوري خبرو دپاره جمائیکا ته تللی دی


د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د ګل/دوشنبې په ورځ جمائیکا ته رسېدلی چې هلته د کرېبین ملکونو د نورو مشرانو سره یوځای په هېټي کې د سیاسي تشدد دپاره د حل لارې په موندلو او د هغه هېواد خلکو ته د فوري انساني مرستو رسولو په سر خبرې وکړي.

کرېبین کمیونېټي چې د کاریکام په نوم هم یادیږي، د کرېبین خطې د ملکونو اتحاد دی. دې اتحاد ویلي چې په روانو مذاکراتو کې به توجو په دې باندې وي چې څنګه په هېټي کې امن و استحکام راوستلی شي او خلکو ته بنیادي امداد ورسولی شي.

د کرېبین ملکونه د هېټي د متعلقه اړخونو، په شمول د وزیراعظم اریل هېنري سره د یوې حل لارې د موندلو په باب په فعاله توګه خبرې اترې کوي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د امریکا پوځ د هېټي څخه د امریکا د سفارت غیرضروري کارکوونکي په هوایي جهازونو کې له هغه ځایه واېستل او د سفارت د امن ټینګولو دپاره یې اضافي امریکایي عسکر هلته انتقال کړل. دا ګامونه څرګندوي چې په هېټي کې وضعیت څومره کړکېچن شوی دی.

په هېټي کې د داړه مارو او جرمي ډلو له اړخه تشدد دومره پراخ او زیات شوی چې په لکهاوو کسان یې د خپلو کورونو پرېښودلو او تېښتې ته مجبوره کړي دي. همدا راز د حکومت د رانسکوره کېدلو خطره هم رامخې ته شوې ده.

د امریکا خارجه وزارت ویلي چې په هېټي کې روان حالات "غیرقابل پېشګویي او خطرناک" دي، او له امریکایي شهریانو سره د مرستې کولو په خاطر، د امریکا د سفارت صلاحیت "ډېر زیات محدوده شوی دی."

د امریکا خارجه وزارت چې پخپلې اېډواېزرۍ کې د نړۍ مختلفو ملکونو ته د امریکایي شهریانو د سفر کولو په باب مشورې ورکوي، د ۲۰۲۳ کال راهېسي یې هېټي ته د سفر کولو خطره په څلورمه درجه ساتلې، یعنې وایي چې امریکایي شهریان دې هېټي ته سفر نه کوي.

هېټي کې امنیتي او انساني حالات

پس د هغه چې جرمي او داړه ماره ډلو د پایتخت پورتو پرنس په لوی جېل حمله وکړه، د هېټي حکومت د مارچ په درېیمه هغه ملک کې بېړنی حالت اعلان کړ. په هغه وخت کې وزیراعظم هنري کېنیا ته په سفر تللی و چې د ملګرو ملتونو د حمایت لاندې د امن ساتنې د مېشن معامله حتمي کړي. د دغه مېشن مقصد، په هېټي کې د جرمي ډلو د تشدد مخنیوی بلل شوی دی.

جرمي ډلو د هېټي د وزیراعظم هېنري استعفا غوښتې ده. ویل کیږي چې هغه اوس د امریکا په یوې علاقې، پورټو ریکو کې ګېر پاته دی.

په پورټو پرنس کې د جرمي ډلو د تشدد پر مهال، د هېټي حکومت فیصله کړې چې په ملک کې به لګېدلی بېړنی حالت د اپرېل تر درېمې نېټې پورې دوام ولري.

په هېټي کې د مهاجرت د نړېوال سازمان (آی او اېم) د دفتر وینا ده چې د وسله والو جرمي ډلو له خوا مخې ته راغلي تشدد، څه باندې درې لکه و شپېته زره کسان په ټول هېټي کې مجبوره کړي چې د خپلو کورونو نه وتښتي.

ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د مرستې اداره (یونېسیف) خبرداری ورکړی چې په هېټي کې اهم ټولنیز خدمات د بندېدو په درشل کې دي، او بشري مرستې چې په میلینونه ماشومان او عام خلک ورباندې تکیه دي، هغه هم سخت ځپلی شوي او کمزوره دي.

سیاسي حالات

په ۲۰۲۱ کال کې د هېټي صدر جووېنل مویس په یو هدفي برید کې قتل کړی شو. د هغه د قتل وروستو، اریل هېنري د انتخاباتو بغیر، نګران وزیراعظم وټاکل شو. هېنري اول کې وعده کړې وه چې د فبرورۍ په اوایلو کې به مستعفي کیږي، خو وروستو یې وویل چې وړومبی امن قایمول په کار دي چې آزاد او منصفانه انتخابات ترسره شي.

د فبرورۍ په ۲۹مه، کاریکام (د کرېبین ملکونو اتحاد) وویل چې وزیراعظم هېنري د ۲۰۲۵ کال د اګسټ تر آخره پورې د عامو انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی. کاریکام همدا راز وویل چې غواړي د همدې روان مارچ تر آخره هېټي ته د ارزونې یوه ډله ولېږي چې د انتخاباتو د ضروریاتو جاج واخلي.

امریکا د هېټي له نګران وزیراعظم څخه غوښتي چې په ملک کې فوري سیاسي اصلاحات راوي چې د نور کړکېچ مخه ونیولی شي.

امریکا په هېټي کې د امن ساتلو د څو قامي قوت حمایت ته دوه سوه میلینه ډالر وعده ورکړې.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن تېره میاشت ویلي و چې د هېټي د پایتخت پورټو پرنس اتیا فیصده برخه د ګېنګونو یا جرمي ډلو په اختیار کې ده او وسله والې ډلې د خلکو د يرولو دپاره جنسي زیادتي او جنسي تیري کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG