لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن او ټرمپ د خپلو ګوندونو صدراتي نامزدګۍ ګټلي دي


دوی به د سږ کال د نومبر په میاشت کې کیدونکي صدراتي انتخاباتو کې د 2020م  کال د انتخاباتو په څیر یو ځل بیا د یو بل سره سیالي کوي.
دوی به د سږ کال د نومبر په میاشت کې کیدونکي صدراتي انتخاباتو کې د 2020م  کال د انتخاباتو په څیر یو ځل بیا د یو بل سره سیالي کوي.

د امریکا صدر جو بایډن د نهې/ سه شنبې په شپه د ډیموکرېټک ګوند صدراتي نامزدګي ګټلې، او پخواني صدر ډانالډ ټرمپ هم د ریپبلېکن ګوند د نامزدګۍ ګټلو لپاره ضروري ډیلېګېټس یا استازي ګټلي دي.

د دوادو ګوندونو د امیدوارنو د بریاو وروسته د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدراتي انتخاباتو کې د 2020م کال د انتخاباتو په څیر یو ځل بیا د یو بل سره سیالي کوي.

ټرمپ او بایډن دواړو د سه شنبې په ورځ د جارجیا، مسیسپي او واشنګټن ریاستونو کې د پرایمري (د ګوند دننه ) ټاکنې وګټلې او په خپلو ګوندونو کې یې د اکثریت لپاره کافي استازي ترلاسه کړل.

بایډن د سه شنبې په ورځ د 1,968 استازو څخه 102 استازی کم و چې په رسمي توګه ډیموکرېټک صدراتي امیدوار جوړیدو لپاره ضروري دی ، پداسې حال کې چې ټرمپ د ريپبلېکن ګوند صدراتي امیدوار جوړیدو لپاره اړین 1,215 څخه 137 استازي کم لرلو.


بایډن د ډیموکرېټک پارټۍ بیا امیدوار جوړیدو لپاره د ډیر کم مخالفت سره مخ شو.

خو ډانلډ ټرمپ په ورته وخت کې د پرایمري ټاکنو کې ډیرو ريپیلېکنر ته ماتې ورکړه، په دغه کې د ملګرو ملتونو دپاره د امریکې پخوانۍ سفیره نيکي هېلي ، او د فلوریډا ریاست ګورنر ران ډي سېنټس شامل وو.

د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د خواهشمندو نورو اميدوارانو کې د ټرمپ پخوانی نایب صدر مايک پنس په ګډون څو میاشتې وړاندې په خپل ګوند کې د رایې ورکونکو ملاتړ نه لرلو له امله د دغه سیالۍ څخه بهر شول.

صدر بایډن او ډانلډ ټرمپ به د خپلو ګوندونو امیدوار جوړیدو لپاره د ډېلیګېټس یا استازو هغه شمیرې ترلاسه کړی چې ورته پکار وی ، او د اوړي په موسم کې کېدونکي د خپلو ګوندونو کنونشنز یا غونډو کې به په رسمي توګه امیدواران ونومول شي.

که څه هم دوی خپلو ګوندونو لخوا رسمي صدراتي امیدواران تراوسه نه دي نومول شوي خو دواړه امیدواران د انتخاباتو څخه اته میاشتې مخکې د کمپېن یا انتخابي مهم په حالت کې دي او په هر وخت کې چې دوی کولی شي په یو بل باندې نیوکې کوي.

تېره اونۍ صدر جو بایډن د کانګرس ګډې غونډې یا سټېټ اف د ی یونین ته په خپله وینا کې 13 ځله "زما مخکیني (صدر)" وکارولو خو د ډانلډ ټرمپ نوم یې نه واخستلو.

ټرمپ د بایډن 81 کلن عمر پورې خنده کوي ، پداسې حال کې چې هغه د بایډن نه یوازې څلور کاله کشر دی.

زیاتره لومړنۍ نظر پوښنتې ښیې چې ټرمپ د بایډن نه په هغه ریاستونو کې چې ورته بېټل ګراونډ سټېټس ویلی شي چرته چې مقابله به ډیره سخته وي او د 5 نومبر انتخاباتو نتیجې ټاکلو لپاره مهم دي مخکی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG