لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فعالانو له کانګرس څخه غوښتي چې د افغانانو د ځانګړو ویزو پروګرام دې نه دروي


واشنګټن – د امریکا هغه پروګرام چې له مخې یې پخوانیو افغان ژباړونکو او قرادادیانو ته د امریکا ځانګړې وېزې ورکوي ښايي په څو میاشتو کې د ویزو له کمېدو سره په ناڅاپي ډول پای ته ورسېږي.

فعالان له کانګرس څخه غواړي چې امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې چې د ایس آی وي په نامه یادېږي نورې هم زیاتې کړي.

راپورونه وايي، دا مهال د ایس آی وي له ۸۰۰۰ کمې وېزې پاتې دي او تر ۱۲۰۰۰۰ درخواست کونکي ورته په لیکه کې په تمه ناست دي.

د عراق او افغانستان د ایس آی وي د حقونو غوښتنې لپاره د هیڅوک به شاته نه پاتې کېږي (نو ون لیفټ بیهاینډ) په نامه د تنظیم مشر انډریو سلیوان وايي،

"که چېرې نورې ویزې ور نه کړل شي، نو له دغه پروګرام سره ښايي د اوړي په پای کې ویزې خلاصې شي چې ورسره به دغه پروګرام هم په ټپه ودرېږي."

امریکا د ایس آی وي بهیر ګړندی کړی او په ۲۰۲۳ کال کې یې د ریکارډ په کچه ۳۹۰۰۰

د ایس آی وي ویزې ورکړي خو بیا هم له تقاضا څخه کمې دي.

امریکا ته د افغانانو ځانګړې کډوالي د ریکارډ په کچه زیاته شوې:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر کال له کانګرس څخه وغوښتل چې د ایس آی وي نورې ویزې دې منظورې کړي.

ځینو وکیلانو ددغه وړاندیز ملاتړ وکړ.‌ سنېټرې جین شاهین هغه مهال "لویه بریا" ولمانځله کله چې د خارجه وزارت په قانوني مسوده کې د ۲۰۰۰۰ نورو ایس آی وي ویزو غوښتنه وشوه.‌

خو دا له څرګنده نه ده چې ایا ایس آی وي به د قانوني مسودې په وروستۍ بڼه کې هم موجود وي‌ او که نه چې بیا باید د مارچ تر ۲۲ پورې د استازو جرګې او د سنېټ دواړو لخوا تصویب شي.

هغه وايي،

" په افغانستان کې د امریکا ماموریت د دوو لسیزو لپاره په باوري افغان متحدینو باندې تکیه درلوده، څوک چې له امریکايي ځواکونو سره اوږه ‌په اوږه ودرېدل. مونږ یې د ژغورنې ژمنه کړې وه، لکه څنګه چې دوی زمونږ سره کړې وه. او اوس مونږ د خپلو ډېرو متحدینو د پرېښودو له خطر سره مخ یو، په داسې حال کې چې طالبان ورپسې ګرځي. همدا دلیل دی چې ما د شلو زرو نورو ایس آی وي برخه په قانوني مسوده کې ځای کړه او زه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړم چې دا په وروستۍ مسوده کې هم وي."

امریکا غږ د استازو جرګې د مشر مایک جانسن نظر وپوښت خو کوم ځواب یې ترلاسه نه کړ.‌

د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې، "مونږ کلني شمېر ته په نېږدې کېدو یو."

هغه زیاته کړه، "مونږ قانوني تصویب ته اړتیا لرو چې دا شمېر نور زیات کړو."

له افغانستان څخه د امریکا له وتلو دا دی څه باندې دوه کاله وروسته هم د طالبانو د ویرې له امله د پخوانیو قراردادیانو د ویستلو بهیر دوام لري.

طالب چارواکي وايي، د دوی عمومي عفوه د امریکا پخوانیو قراردادیانو ته هم ده.‌

سلیوان امریکا غږ ته وویل، "هر هغه څوک چې د طالبانو په ظلم باندې شک کوي غلط دي."

هغه وړاندې وویل، "مونږ سره د طالبانو لخوا تر ۲۰۰ زیاتو هدفي وژنو اسناد موجود دي."

امریکا د ۲۰۰۸ کال راهیسې نېږدې ۱۲۰۰۰۰ افغانانو ته ایس آی وي ویزې ورکړي دي.

افغانستان پرېښودل شوی:

د ۲۰۲۱ کال له وتلو وروسته د امریکا حکومت تر ډېره افغانستان له خپلو سیاستونو څخه ویستی.

واشنګټن رد کړې چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني خو په ورته وخت کې یې د مخالفو ډلو له ملاتړ څخه هم لاس اخیستی.

ولس ته د ولسمشر بایډن د تېرې اونۍ په وینا کې افغانستان پورې تړلي څه نه وو په داسې حال کې چې تر دې مخکې افغانستان د امریکا د سیاسي بحثونو یو مهم سرلیک و.

کله چې بایډن خبرې کولې یو سړي د (اېبي ګېټ اېبي ګېټ) چیغې وهلې چې دا یې د کابل د هوايي ډګر دروازه یادوله چېرې چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې یوې زورورې چاودنې تر سلو د زیاتو افغانانو او ۱۳ امریکایانو ژوند واخیست.

د براین مېسټ په نامه د کانګرس یو غړي چې پخوا یې په افغانستان کې د پوځي بمونو د شنډولو په برخه کې هم کار کړی په اېکس یا پخواني‌ ټویټر باندې لیکلي، چې بایډن

"ښايي کوښښ وکړي چې د افغانستان پاڼه واړوي او هغه هم د امریکایانو په بیه خو زما په ساعت باندې نه."

رېپبلېکن وکیلانو له افغانستان څخه له ګډوډیو ډک د سرتېرو د وتلو په برخه کې په بایډن باندې نیوکې کوي خو ځینې فعالان بیا د ریپبلېکن په اکثریتي استازو جرګه کې د افغان اډجسمنټ اکټ باندې د اقدام نه کېدو له امله نیوکې کوي.

ددغه اکټ له مخې هغو په لسګونو زرو افغانانو ته د دایمي استوګنې قانوني لارې برابرېږي کوم چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د بشري دلایلو له امله امریکا ته داخل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG