لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ونډو بازار غورځېدلی


د اقتصاد پوهانو په خبره، د پاکستان د ونډو بازار غورځېدو غټ ښکاره علتونه د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) سره خبرې اترې او د سود ‏شرحه ده.‏

پرون د شورو/چارشنبې په ورځ د پاکستان د ونډو بازار کې د سر د ‏‎100‎‏ کمپنو کاروبار په ‏‎64,801‎‏ پواينټونو پيل شوی، وروسته بيا په دغه شمېره کې ‏‎931‎‏ ‏پوانټونه کم شوي او د کاروباري ورځې په ختمېدو د ونډو بازار د ‏‎753‎‏ پواینټونو په کمي سره بند شوی دی.‏

له دغې يوه ورځ وړاندې د نهې/ سه شنبې په ورځ هم د ونډو بازار ‏‎953‎‏ پواينټونه راغورځېدلی وو.‏

د ونډو بازار تازه په داسې وخت کې غورځېدلی چې په ملک کې نوی حکومت جوړ شوی دی، د سیاسي او اقتصادي چارو کار پوهان وايي، په مرکز او ‏صوبو کې حکومتونه جوړ شوي، يو څه ښه پرمختګ دی خو هغه شان نه دی څنګه چې پکار دی.‏

خو د پوهانو په خبره پاکستان ته بيا هم ګڼ چېلنجونه مخې ته دي چې پکې په سر کې د اقتصاد مسله ټولو نه مهمه ګڼل کيږي.‏

اقتصاد پوهه ډاکټر غلام صمد وایي، پاکستان ته د بهرنیو پانګونو، برامداتو سېوا کولو، بهر نه ملک ته د زیاتو پېسو راوړ‎ل یا رالېږ‎ل، ګراني قابو کول ‏او تر ټولو غټ چېلنج د آی اېم ايف نه پور ترلاسه کول دي. ‏

وي او ډیوہ سرہ خبرو کې نوموړ‎ي وویل، که هر څوک د خزانې چارې سمبالوي، دا ټول چېلنجونه به ورته مخې ته وي، او د پاکستان اقتصاد سمبالول او په ‏خپلو پښو ودرول اسان کار نه دی. ‏‎

د پاکستان د خزانې نوي مرکزى وزیر محمد اورنګزيب د اړين اقتصادي اصلاحاتو ته پام ګرځول او د هېواد اقتصاد د بحران څخه د راويستلو لپاره نړیوالې ‏مالياتي ادارې آي اېم اېف سره يو بل د پور تړون کول خپله يوازينۍ اېجنډه ګرځولې ده‎.‎

د اقتصادي چارو ماهرين وايي اورنګزېب ته د پاکستان ټول اقتصادي چېلنجونه ورمخې ته دي او وايي هغه ته به تر ټولو ستر چېلنج دا وي چې د آي اېم ‏اېف سره يوه بله د پور لوظنامه په څه شرطونو لاسلیک کوي؟.‏

او د غلام صمد په خبرہ د اورنګزېب خپله شخصي کارکردګي ښه ده او هغه ټکنوکریټ دی، مثبت یې اړ‎خ یې دا دی چې سیاستوال نه دی او د آی اېم اېف نه ‏به پور ترلاسه کړ‎ي خو که د چا دا خیال وي چې هغه به ټولې مسلې ھواري، نو دا دومرہ اسان کار نه دی.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG