لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکراین په شمال ختیځه سیمه کې د مواصلاتو بنیادي اډانه په نښه کړې ده


د اوکراین چارواکي وایي چې روس د زیارت/پنجشنبې په ورځ، په یوه هڅه کې چې ښکاري مقصد یې اطلاعاتو ته رسایي بندول و، د اوکراین په شمال ختیځ کې یې مواصلاتي بنیادي اډانه په ډرونونو او مېزائیلو په نښه کړې ده.

د چارواکو قول دی چې په دې حمله کې په سامي او خارکیف علاقو کې په پنځو ښارونو او ښارګوټو کې د ټلوېژن او رېډیو سېګنلونه متاثره شوي دي.

د اوکراین د مواصلاتي خدماتو د تحفظ یوې ادارې ویلي دي: "د بنیادي اډانو د جسماني تباهۍ ترڅنګ، دښمن کوښښ کوي چې د اوکراین رېډیويي سټېشنونه او د اوکراین ټلوېژن د سټلاېټ سېګنلونه له کاره وغورځوي."

د ادارې وینا ده چې د شپې پر مهال د دې حملې ترسره کول، د ماسکو د "اطلاعاتي جنګ" یوه برخه ده چې غواړي د اوکراین خلک "حقيقي معلومات" حاصل نکړي.

د سامي علاقې ګورنر وویل چې د ټلوېژن او رېډیو د سېګنلونو د بحاله کولو دپاره ترمیماتي کارونه روان دي او د موبایل ټلېفونونو سېګنلونه اکثره بېرته بحاله کړی شوي دي.

تر دې وړاندې د زیارت په ورځ د روس دفاع وزارت وویل چې د اوکراین پنځلس (۱۵) ډرونونه او اته (۸) مېزائیلونه یې په هوا کې تباه کړي دي. د اوکراین ترڅنګ د روس د یوې علاقې چارواکو ویلي چې د اوکراین د ډرونونو په دې حملو کې یو تن وژل شوی او څو تنان نور زخمیان دي.

د روس صدر ولاډیمیر پوټين د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې که چېرته د دوی خودمختاري او آزادي ته خطره پېښه شي، نو بیا ماسکو د اېټمي وسلو استعمال ته آماده دی. پوټین یو ځل بیا امریکا ته دړکه ورکړه چې که چېرته اوکراین ته عسکر ولېږي، دا به جګړې ته وسعت ورکړي.

د امریکا صدر جو بایډن څو څو ځله دا ویلي چې امریکا اوکراین ته د خپلو عسکرو د لېږلو هېڅ خیال نلري. مګر څه موده مخکې د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون، اوکراین ته د مغربي پوځیانو د لېږلو امکان نه و رد کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG