واشنګټن – د افغانستان د تعلیم یو چارواکی وايي، طالب چارواکي ښايي په دوامداره توګه د جونو منځني ښونځي وتړي او پر ځای یې دیني مدرسې زیاتې کړي.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال راهیسې د دوی په وینا د مذهبي او کلتوري اندېښنو له امله د جونو منځني ښونځي تړلي دي.
طالب چارواکو د دغه بندیز دفاع کوي او په دې ټینګار کوي چې دوی د ښځینه زده کونکو د تعلیم لپاره د یو مناسب تعلیمي چاپیریال په برابرولو باندې کار کوي.
د طالبانو د تعلیم وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، "ښونځي به هیڅکله هغه ډول خلاص نشي څنګه چې د اشغال پر وخت وو."
دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي وویل، "په اصل کې د ښونځي او مدرسې ترمنځ کوم توپیر نشته."
هغه وړاندې وویل، "که هدف له تعلیم څخه وي نو په مدرسو کې هم په هغه اندازه ترلاسه کېدای شي څومره چې په ښونځیو کې کېږي."
مذهبي زده کړې نه نور مضامین:
د ملګروملتونو او بشري حقونو فعالان وايي، چې هغه مدرسې چې په دیني زده کړو باندې تمرکز ولري، نشي کولای چې د دودیزو ښونځیو ځای ونیسي ځکه هلته د هر ډول مضامینو روزنه نه ورکول کېږي.
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش امنیت شورا ته تېره میاشت په یو راپور کې وویل،
"زه اندېښمن یم چې په دې انسټیټیونو کې به د تعلیم کیفیت دومره نه وي چې جونې او هلکان د لوړو زده کړو کچې او د مسلکي روزنې کچې ته برابرې شي او په راتلونکې کې یو اغېزمن کاري ځواک سره یوځای شي."
په داسې حال کې چې د جونو ښونځي د دوو کالو راهیسې تړل شوي دي، ملګروملتونو په افغانستان کې د مدرسو د شمېر د زیاتېدو خبر ورکړی.
ملګروملتونو په افغانستان کې تر ۷۰۰۰ زیاتو راجستر شویو مدرسو خبر ورکړی چې ۳۸۰ یې جونو ته ځانګړې شوې دي.
طالب چارواکو دا تایید کړې ده چې په دغو دیني مدرسو کې د ښځو په عمر باندې کوم محدودیت نشته.
ګوټېریش په خپل راپور کې ویلي، "د مدرسې د استاذانو ګمارنه وروسته له هاغې زیاته شوې چې د طالبانو رهبر د ۲۰۲۳ کال په جولای کې په یو فرمان کې وغوښتل چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه دې د مدرسې یو لک نور استاذان وګمارل شي."
له ښځو سره توپیري چلند:
د ښځو د تعلیم د فعالانو له ډلې د پشتنې دوراني په نامه یوه امریکا میشته وايي، طالبانو لا له مخکې څخه ښونځي په مدرسو بدل کړي.
اغلې درانۍ امریکا غږ ته وویل، "هغوی خپل سیستمونه جوړ کړي."
په طالبانو باندې پراخې نیوکې کېږي چې له مېرمنو سره توپیري چلند کوي د دې لپاره چې له عامه ځایونو څخه ښځې بې برخې کړي.
د تعلیمي محدودیتونو سربېره افغان مېرمنې له کار کولو څخه منع کړای شوي او حتی پارکونو او ورزشي لوبغالو ته هم نه پرېښودل کېږي.
د طالبانو کابینې چې ټول پکې سړي دي تېر کال د ښځو سینګارتونونه هم تړلي وو.
طالب چارواکي وايي، دوی دوی سیاستونه د افغانانو له غوښتنو سره برابر دي.
ناوړه پایلې:
تېره کال په افغانستان کې ۳۳۰۰۰۰ جونې وروسته له هاغې له نورو زده کړو څخه محرومې شوې کله چې له شپږم ټولګي ته بریالۍ شوې.
د مرستندویه ادارو په وینا دوی هم له هغو ۳.۷ میلیونه نورو افغانو انجونو سره یوځای شوې چې له منځني ښونځي څخه منع کړای شوې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې یونیسف ویاند سلام الجنابي امریکا غږ ته وویل،
"دا د لنډ فکر پرېکړه ډېرې ناوړه پایلې لري."
پوهانو خبرداری ورکړی، چې په تعلیم باندې د طالبانو د بندیزونو له امله افغانستان چې پخوا هم پکې د میندو او ماشومانو د مړینې شمېره لوړه وه، نور هم د یو ډېر ناوړه صحي ناورین لوري ته روان دی.
یونسېف ویلي، له ښونځیو څخه د جونو له وتلو سره افغانستان ته په هر کال کې تر ۵۰۰ میلیونو زیات تاوان رسويږ
الجنابي وویل، "مونږ له طالبانو غواړو چې د ښونځیو د هر تولګي ماشومانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده کړې بېرته پیل کړي."
Forum