لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبانو د پاکستان د پوځ یو کپتان وژلی، دوه پوځیان یې ژوبل کړي او په کابل کې یې د هغوی سفیر احضار کړی  


پاکستاني چارواکي وايي، ډیورنډ کرښې ته نېږدې د پاړه چینار ضلعې کورمه کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه کې د پوځ یو کپتان وژل شوی او دوه نور پوځیان ژوبل شوي دی.

د کرمې ضلعې د پولیسو افسر (ډي پي او)‌ مظهر جهان ډیوې ته ددغه خبر د تایید ترڅنګ ویلي چې جګړه لا روانه ده.

افغان طالبانو کرښې ته څېرمه د پاکستان په پوځي ځایونو باندې دا بریدونه وروسته له هاغې پیل کړل چې د پاکستان پوځ د افغانستان په پکتیا ولایت کې بمباري وکړه او ملکي‌ وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت سرپرست هم احضار کړی او هغه ته یې احتجاج لیک سپارلی.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي وو، "نن سهار چې پاکستاني جنګي الوتکو په پکتيکا او خوست کې په کورونو بمباري کړې، د دغه ‏تيري په ځواب کې د طالبانو سرحدي ځواکونو د کرښې (ډېورنډ) په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په درنو وسلو په وسيله په نخښه کړي دي".‏

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په دې اړه په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې لیکلي،

هم نن د ګل/دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، "تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتيکا ‏ولايت د برمل ولسوالۍ په لمنه سيمه او د خوست د سپيري ولسوالۍ په افغان دوبۍ سيمه کې د عامو وګړو په کورونو بمبار کړی، پکتيکا کې شپږ تنه ‏‏(درې ښځې درې ماشومان) او خوست کې دوه ښځې وژل شوي دي".‏

هغه ويلي، طالبان "ياد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غېر سنجيده اقدام د افغانستان په حريم تجاوز او تیری بولي".‏

د دغه خبر له خبرېدو څخه څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د پاکستان لخوا د هوایي بریدونو د ترسره کېدو تایید کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور کړي بیان کې راغلي، "د ننیو عملیاتو هدف د حافظ ګل بهادر ډلې پورې تړلي ترهګر وو چې د ټي ټي پي ترڅنګ په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې د ګڼو بریدونو مسولیت لري چې په سلګونو ملکیان او امنیتي سرتیري پکې وژل شوي."

بیان زیاتوي، پاکستان په وار وار په افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو ‌په اړه خپلې جدې اندېښنې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم په پکتیا ولایت کې د پاکستان د بمبارۍ کله غندنه کړې او دا یې له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره تیری بللی.

ښاغلي کرزي په اېکس یا پخواني ټوېټر لیکلي، چې دا ډول بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابوالي سبب ګرځي او د اسلام اباد په سیاست کې بدلون د ګاونډیتوب پر بنسټ د ښو اړیکو جوړېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

په ټولنيزو رسنيو داسې پوسټونه شوي چې پاکستان د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د تحریک طالبان پاکستان پټنځايونه په نخښه کړي او ‏پکتيکا کې د عبدالله شاه په نوم کمانډر کور ويشتل شوی دی.‏

ذبيح الله مجاهد ويلي، عبدالله شاه نومې کس په پاکستان کې دی او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم يو بيان او ويډيو خپره کړې ده، ټي ټي پي ‏دعوه کړې "پاکستان د متاثرينو کورونه بمبار کړي څوک چې د څو کالو نه د پاکستاني ظلم څخه تنګ شوي او افغانستان ته کډه شوي وو".‏

په ويډيو کې څلور تنه ليدل کيږي، وسله په لاس يو تن پکې خبرې کوي وايي، "عبدالله شاه يم د ټي ټي پي د يوې ډلګۍ مسول يم د شکتويي د علاقې، ‏پروپېګنډې بې بنياده دي، مونږ په خپل جنوبي وزیرستان کې په شوال دره کې د سر نه په دغه علاقه کې اوسیږو".‏

د طالبانو د دفاع وزارت ويلي، "د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له ‏خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي".‏

طالبانو د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د مرکزونو په نخښه کولو دعوه کړې خو ځای یې نه دی ښودلی چې په کومه علاقه کې یې د پاکستان د پوځ ‏مرکزونه په نخښه کړي، او کوم تاوان یې هم اړولی دی که نه دی.‏

خو بیا هم په ټولنيزو رسنيو ویل شوي، د کورمې او وزيرستان په دریو سيمو کې د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه مارټر ګولې راويشتل شوي دي.‏

په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو د قبضې راهیسې پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ترهګریزې پېښې زیاتې شوي.

پاکستاني چارواکي تور پورې کوي چې د پاکستان مخالفه طالبان یا ټي تي پي د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي خو طالب چارواکو تل د پاکستان د حکومت دغه ادعا په کله رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دې خپله ستونزې په خپله حل کړي او د خپل بام واورې دې په نورو نه اچوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG