د امریکا صدر جو بایډن د ګل/دوشنبې په ورځ د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو سره ټلیفوني خبرې وکړې او په غزه کې یې د حماس په ضد د اسرایل د جنګ د طریقې او په رفح ښار باندې د اسرایل د پلان شوي ځمکني برید په سر، هغه سره خپلې نوې فکرمندۍ شریکې کړې. دا د څه باندې یوې میاشتې راهیسي، د نېتنیاهو سره د بایډن لومړنۍ ټلیفوني خبرې وې.
وایټ هاوس کې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېوان وایي، بایډن په دې خبرو کې د اسرایل مشر ته وویل چې "حماس ته ماتې ورکول، زمونږ مشترک هدف دی. مونږ صرف په دې باور یو چې تاسو د دې مقصد دپاره یوې هماهنګې او پایدارې سټراټيجۍ ته ضرورت لرئ."
سولېوان په رفح ښار باندې د نېتنیاهو د ځمکنۍ حملې پلان یوه "تېروتنه" وبلله. اوس مهال څه باندې یو میلین فلسطینیان په رفح کې په ودانیو او خېمو کې ژوند کوي او اکثره یې هغه خلک دي چې د غزې د نورو علاقو نه، د اسرایلي پوځ په امر خپل کورونه پرېښودلي او هلته تللي دي. اوس اسرایل غواړي په هغه ښار هم حمله وکړي.
اسرایل وعده کړې چې د حملې د پیل کولو وړاندې، په رفح کې موجود عام فلسطینیان به د حفاظت په خاطر یې نورو ځایونو ته انتقال کړي، خو دا یې ندي ویلي چې کوم ځای ته.
د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار زیاته کړه چې بنیامین نېتنیاهو د صدر بایډن په غوښتنې، راضي شو چې راتلونکو څو ورځو کې د اسرایلي چارواکو یوه ډله واشنګټن ته راولېږي چې په رفح باندې د اسرایل د حملې او هلته کې د موجودو فلسطینیانو د تحفظ پلانونه د امریکا حکومت سره شریک کړي.
سولېوان وویل، امریکا "مکمله توقع لري" چې په واشنګټن کې د خبرو اترو د ختمېدو وړاندې، اسرایل په رفح هېڅ قسمه برید ونه کړي.
د بایډن-نېتنیاهو د ټلیفوني خبرو وروستو، د اسرایل د وزیراعظم دفتر په یو بیان کې وویل: "مونږ په جګړه کې د وروستیو پرمختګونو په باب خبرې وکړې، په شمول د اسرایل د ژمنې چې د جګړې ټول اهداف به حاصلوي، کوم چې د حماس نابوده کول، د ټولو یرغمل شوو تنانو آزادول، او دا یقیني کول چې غزه به نور اسرایل ته کومه خطره پېښه نکړي – او په ورته وخت کې د انساني امداد مهیا کول چې د دغو اهدافو حاصلولو سره مرسته وکړي."
د امریکا صدر جو بایډن په داسې حال کې د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو سره ټلیفوني خبرې وکړې چې بایډن د اسرایل د جنګي تګلارو، د عامو فلسطینیانو د وژل کېدو د لوړې شمېرې، او غزې خلکو ته د بشري امداد د نه رسېدو په خاطر ورځ تر بلې په تنګ ښکاري.
څو ورځې وړاندې د امریکا په سنېټ کې جګپوړي ډېموکرېټ سنېټر چک شومر، چې پخپله یې یهود دی، د اسرایل په وزیراعظم تنقید وکړ او ویې ویل چې نېتنیاهو خپله لاره ورکه کړې ده. سنېټر شومر په اسرایلیانو غږ وکړ چې نوي انتخابات وکړي. بایډن د سنېټر شومر د خبرو په قسمي توګه ملاتړ څرګند کړ.
نېتنیاهو د سنېټر شومر دا خبرې چې ګني اسرایل کې دې فوري انتخابات وشي، "په مکمل ډول غیرمناسب" وبللې.
Forum