لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قمر جاوید باجوه اؤ  فیض حمید خلاف د مقدمې درج کولو خواست عدالت کې اورېدنې لپاره مقرر شوی


اسلام اباد هایکورټ د پاکستان د پخواني سرلښکر جنرال (ریټایرډ) قمر جاوید باجوه، د آي ایس آي د پخواني مشر جنرال (ریټایرډ) فیض حمید اؤ د دوؤ صحافیانو په ضد د افیشل سکرټ ایکټ یا د رازدارۍ د قانون څخه د سرغړونې د مقدمې درج کولو خواست د اورېدنې لپاره مقرر کړی دی.

د دغو لوړ پوړو پوځي افسرانو په ضد د مقدمې درج کولو خواست به په 25م مارچ اسلام اباد هایکورټ کې اوریدل کیږي چې پکې په هغوي د ریټایرمنټ نه وروسته د قانوني خنډانو د ماتولو اؤ بیلابیلو دستورو ته د ناسمو څرګندونو په کولو ایف آي ای کې د مقدمې درج کولو غوښتنه شوې ده.

د مقدمې درج کولو په خواست اسلام اباد هایکورټ د پلټنو مرکزي ادارې ایف آي ای،جنرال باجوه اؤ جنرال فیض ته نوټسونه جاري کړي اؤ ددې ترڅنګ یې صحافي جاوید چوهدري،شاهد میتلا اؤ دپاکستان د برقي میډیا د څار ادارې پیمرا ته هم نوټسونه ورکړي دي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې په اسلام اباد هایکورټ کې دا خواست یو شهري عاطف علي دایر کړی چې پکې د پخوانیو پوځي مشرانو سیاست کې د کردار په حواله د رپورټ مخې ته په راتلو ددغو پخوانیو پوځي جرنیلانو اؤ دوؤ صحافیانو خلاف د مقدمې درج کولو غوښتنه شوې ده.

عدالت ته په شوي خواست کې دریځ‌ خپل کړی شوی دی چې د پوځ پخواني مشر قمر جاوید باجوه نه په غیر ذمه دارنه انداز کې انټرویو اخستل شوې ده اؤ صحافیانو جاوید چوهدري اؤ شاهد میتلا دغه مرکې خپرې کړي اؤ د غیر ذمه دارۍ څرکندونه یې کړې ده.

خواست کې دعوه شوې ده چې مرکه کې مخې ته راغلې خبرې د افیشل سکرټ ایکټ یا د رازدارۍ د قانون خلاف اؤ په خلکو کې د بغاوت اؤ انتشاد پیدا کولو په معنا دي.

په درخواست کې د عدالت نه غوښتنه شوې ده چې د پلټنو د مرکزي ادارې ایف آي ای مشر ته باید د دواړو پخوانیو جرنیلانو اؤ دواړو صحافیانو خلاف د مقدمې درج کولو امر وکړي.

ددې ترڅنګ خواست کې دا غوښتنه هم شوې ده چې د میډیا د څار دولتي ادارې ته باید په یادو دواړو صحافیانو د بندیز لګولو امر هم وکړي.

ډاڼ ورځپاڼه وایي چې پخواني پوځی مشر جنرال قمر جاوید باجوه صحافیانو جاوید چوهدري اؤ شاهد متیلا سره خپلو مرکو د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک،د پوځ د اړیکو اؤ نورو مهمو چارو په اړوند څرګندونې کړې وې اؤ خواست کوونکي ددغو څرګندونو نقلونه هم د خپل خواست سره عدالت کې جمع کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG